د اسټرالیا په نیوساوت وېلز ایالت کې د مسلمانانو د جوماتونو او عبادت ځایونو په اړه د چارلز سټرټ پوهنتون یوه څېړنه ترسره کړې. د ترسره شوې څېړنې پایلې ښيي چې یواځې په نیوساوت وېلز ایالت کې مسلمانان د عبادت ۱۶۷ مرکزونه لري او له دې ډلې څخه په ۸۲ مرکزونو کې خلک کولای شي د ورځې پنځه وخته لمونځ ادا کړي. د نیو ساوت وېلز ایالت په هره سیمه کې د مسلمانانو د عبادت ځایونه د بېلابېلو ټولنو یا هېوادونو د مسلمانانو لخوا جوړ شوي. د بېلګې په توګه، د سیډني په بلګ ټون سیمه کې د افغانانو ټولنې، د حضرت عثمان په نوم یو جومات جوړ کړی ترڅو په سیمه کې مېشت مسلمانان وکولای شي هلته پنځه وخته لمونځ ادا کړي.
د اسټرالیا د احصایې ادارې لخوا خپرې شوې شمېرې ښيي چې ۴۲ سلنه مسلمانان د نیوساوت وېلز ایالت په سیډني ښار او ۳۱ سلنه هم د ویکټوریا ایالت په ملبورن ښار کې استوګنه لري. په نیو ساوت وېلز ایالت کې د مسلمانانو د نفوس زیاتوالی د دې لامل ګرځېدلی ترڅو په دغه ایالت تر نورو زیات د عبادت ځایونه شتون ولري.

د اسټرالیا د ای بي سي شبکې لخوا خپاره شوي معلومات ښيي چې په استرالیا کې د مسلمانانو د عبادت لپاره شاوخوا ۳۴۰ مرکزونه شتون لري او ډیری دغه مرکزونه له ۱۹۷۰ کال راپدېخوا جوړ شوي.
مسلمانان په استرالیا کې اوږد تاریخ لري، ویل کېږي چې لومړۍ ځل مسلمانان په ۱۷ پېړۍ کې استرالیا ته راغلي او تر هغې وروسته د وخت په تېرېدلو سره د مسلمانانو په شمېر کې زیاتوالی راغلی. د استرالیا د احصایې ادارې آمار ښيي چې په ۲۰۱۶ کال کې د مسلمانانو نفوس شاوخوا ۶۰۰ زره کسانو ته رسېده.

