Watch FIFA World Cup 2026™

LIVE, FREE and EXCLUSIVE

د اسټراليا پوليسو د ريکارډ په کچه نشه يي توکي کشف او ضبط کړل

د اسټراليا تاريخ کې تر ټولو ډير او ګران بيعه نشه يي توکي ضبط شول.

AAP Image Supplied by Australian Federal Police
1.6 tonnes of methylamphetamine (ice) detected by Australian Border Force (ABF) in stereo speakers from Thailand. Source: Supplied by Australian Federal Police AAP

اسټراليايي پوليس وايي چې له بهر څخه اسټراليا ته راتلونکي ۱۶۰۰ کيلو ګرامه نشه يي توکي يې کشف او ضبط کړي.

دا په اسټراليا کې دننه د ياد هيواد په تاريخ کې دا د نشه يي توکو تر ټولو ستر کشف او ضبط ګڼل کيږي.

ويل کيږي چې که چيرې دا نشه يي توکي اسټراليايي مارکيټ کې پلورل شوي وای نو ارزښت يې تر۱.۱۹ ميلياردو ډالرو پوري رسيده.

نشه يي توکي  ICE د تايليند پلازمينه بنکاک څخه اسټراليا ته په سپکيرونو کې راوړل شوي ول.

اسټراليا ملبورن ښار کې ځانګړو X-ray وشو کولی چې يادو سپيکرو کې نشه يي توکي کشف او چارواکو لخوا ونيول شي.

په نشه يي توکو کې ۳۷ کيلو ګرامه هيروين هم شامله وه.

تر دې دمه يادې پيښې په تړاو څوک ندي نيول شوي.

که چيرې ياد نشه يي توکي کشف او نيول شوي نه وای، نو ډير ګومان کيده چې دا توکي به د ملبورن او هم نورو ښارونو ماکيټو کې پر عامو اسټراليايانو پلورل کيدل.

 


1 د لوستلو وخت

خپور شوی په

اپډیټ شوی په

By Abdullah Alikhil, NACA


Share this with family and friends


Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now