Watch FIFA World Cup 2026™

LIVE, FREE and EXCLUSIVE

د اسټراليا پوليسو تروريستي کړنو په تور درې کسان ونيول

د پوليسو لخوا تيرو ۱۲ مياشتو راهيسې د ځينو کسانو څارنه روانه وه کوم چې ګومان کيده چې اسټراليا کې دننه تروريستي بريدونه کوي.

POLICE
صورة أرشيفية Source: SBS

نن سهار پوليسو د اسټراليا سيدني ښار ختيځ سيمه کې پر ځينو کورونو چاپې ووهلې او درې کسان يې چې ګومان کيده د اسټراليا عامه ځايونه په نښه کړي او تروريستي بريدونه وکړي ونيول.

د اسټراليا د ترهه ګرۍ ضد ځواکونو پر شپږو کورونو چاپې واچولې او د پوليسو په وينا نيول شوي کسان دايش ډلې ملاتړي دي او ګومان کيږي چې پلان يې درلود ترڅو اسټراليا کې د پوليسو او دفاع ځواکونو ودانۍ، سفارتونه، کونسل، محکمې او کليساوې په نښه کړي.

پوليس وايي، يو له نيول شوي کسانو څخه يو کس چې اسحاق ال متاري نوميږي او نوموړی له لبنان څخه بيرته اسټراليا ته ستون شوی غوښتل يې افغانستان ته سفر وکړي ترڅو له دايش ډلې سره يوزای جګړه کې برخه واخلي.

که چيرې پر نيول شوي کس جرمونه ثابت شي نو اسټراليا کې په عمري بند محکوم کيږي.

بل نيول شوي کس غوښتل اسټراليا کې ترهه ګريز بريدونه وکړي.

نيول شوي کسان هر يو ۲۰،۲۳ او ۳۰ کاله عمر لري.

دريم کس بيا له يادو دوو کسانو سره نږدې اړيکې لرلې او هم يې جعل سره بې کاری لپاره له اسټراليايي حکومت څخه پيسې ترلاسه کولې.

که پر نوموړي جرم ثابت شي نو هغه هم په لس کاله بند محکوم کيږي.

د اسټراليا پوليس وايي، دا د خواشينی خبر ده ځکه اوس هم اسټراليا کې داسې کسان شته کوم چې ورانکاري کوي.

 

 

 


2 د لوستلو وخت

خپور شوی په

اپډیټ شوی په

By Abdullah Alikhil


Share this with family and friends


Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now