يادې سيمې کې ۵۳ کارونو برخو ته ډيره اړتيا ته او ورته لومړيتوب ورکړل شوی.
يادو برخو کې حسابداري،سافت وير انجنير، ميخانيکي انجنير او پخلي يا اشپز برخې شامله دي.
حکومت اعلان وکړ چې ۹.۳ ميليونو ډالرو پانګونه کوي ترڅو ياد ايالت ته کار کوونکي او مهاجر جزب کړي.
که کورنۍ غواړي د اسټراليا شمالي سيمې ته ولاړې شي هغو ته ۱۵،۰۰۰ ډالر ورکول کيږي او که مجرد کسان ولاړ شي نو هغو ته به ۷۲۵۰ ډالر ورکول کيږي، يعنې د ياد ايالت کاري تشې ډکوونکو ته.
ددې مرستې ترڅنګ ياد ايالت ته تلوونکو کسانو ته لومړيو شپږو مياشتو لپاره ۱۲۵۰ډالر هم ورکول کيږي ترڅو خپل لږښتونه پوره کړي.
د اسټراليا شمالي سيمې حکومت دا مرستې راتلونکو ۵ کلونو لپاره کوي ولې که کورنۍ يا مجرد کسان غواړي خپل د اوسيدو موده وغځوي، حکومت فاميل ته ۷ زره ډالر، جوړه کسان ۶ زره ډالر او مجرد ۳۰۰۰ ډالر ترلاسه کوي.
د روان کال نومبر مياشت ورورسته که هر اسټراليايي اوسيدونکی د اسټراليا له نورو ښارونو څخه يادو اعلانو شوو کارونو لپاره شمالي ايالت ته ولاړ شي هغوی کولی شي د حکومت اعلان شوی پيسو رقم ترلاسه کړي.
د اسټراليا شمالي ايالت يا Northern Territory غواړي چې ياد ايالت کې نفوس ډيروالي ته وده ورکړي.
که تاسې له باهر څخه غواړئ اسټراليا ته کار لپاره راشئ نو د روان کال جنوری مياشت کې هغه کاري برخو ليسټ خپور شوی کوم ته چې اسټراليا اړتيا لري.
که تاسې غواړئ چې يوازې د اسټراليا شمالي سيمې ته ولاړ شئ نو لاندې پينځه مهمې برخې مو تاسو ته راخيستي.
۱: د اسټراليا شمالي سيمې حکومتي پيسې هغو کسانو ته هم ورکول کيږي کوم چې ښځينه دي او د نورو پالنې برخه کې کار کوي، هغوی بايد له ۲۰ څخه تر ۳۹ کلونو عمر ولري او يا زاړه پالونکو کاريګر بايد له ۵۵ څخه تر ۶۵ کاله عمر ولري. شمالي سيمه کې د کاري اړتيا ليسټ پدې لينک کې دی

۲: لوړ مدیریت، او عادي برخې کارکوونکي په لومړیتوب لیست کې شامل دی. په اعلان شوي کاري ليسټ کې ډيرې برخې راځي لکه:و کرنې، مالي، ساختماني، انجنیري، هوايي چلند، بشري منابعو، معلوماتي ټیکنالوژۍ او میلمه پالنې او داسې نور

۳: دا چې تاسې يادو حکومتي مرستو لپاره وړ شئ نو ياد ايالت کې يو له کارونو ته غوښتنليک ورکړئ او لږ تر لږه ۱۲ مياشتو لپاره هلته کار وکړئ او بل داچې تاسو ياد ايالت کې تيرو دوو کلونو کې ژوند نه وي کړای.

A view across the Darwin Waterfront from the top floor of Medina Grand Apartments is too magnificent to stay inside.
۴: شمالي سيمه کې عامه سکتور، يا شخصي کاروباريانو ته دا حکومتي پيسې نه ورکول کيږي او بله مهمه خبر داچې دا مرستې يوازې اسټراليايي تبعه او اوسيدونکو لپاره دي.

John Lai and his two children, who officially became Australian citizens earlier this month
۵: ياد پروګرام لپاره بشپړ پروګرام د اوکتوبر مياشت لومړۍ نيټې باندې خپريږي او د نومبر مياشت لومړۍ نيټې څخه تاسې غوښتنليک ورکولی شئ.

