Watch FIFA World Cup 2026™

LIVE, FREE and EXCLUSIVE

د اسټراليا سيدني ښار کې د ځنګلونو اور خطر له امله بيړنی حالت اعلان شو

د اسټراليا نيو ساوت ويلز ايالت حکومت د سيدني لوی ښار لپاره يې د ويجاړونکي اور لګيدو او خپريدو خبرداری ورکړی.

Bushfires in Old Bar, NSW on the weekend.
Bushfires in Old Bar, NSW on the weekend. Source: AAP

د اسټراليا سيدني ښار اوسيدونکي سبا د سه شنبې په ورځ به د ويجاړونکي اور شاهده وي چيرې چې په بلو ماونټن سيمې ځنګلونو کې لګيدلي اورونو ټول سيدني ښار ته خطر پيښولی شي.

د سيدني ښار اوسيدونکو ته داسې له خطر ډک خبرداری په کال ۲۰۰۹ کې ورکړل شوی وه.

د Greater Sydney, Greater Hunter and Illawarra/Shaolhaven سيموله خلکو غوښتل شوي ترڅو د ځنګلونو اور خطر دې جدي ونيسي او خپلو کورونو او ځان ساتنې پلانو په اړه دې فکر وکړي.

د اور له امله سيمې چې له خطر سره مخ دي هغو کې له Blue Mountains څخه نيولې تر  Manly پورې سيمې شامله دي.

د اسټراليا نيو ساوت ويلز او کوينزليند ايالت ډيرو ځنګولو کې لا دمخه اور لګيدلی او سبا د تيز باد له امله ددې ويره شته چې لګيدلي اورونه لا ډيرو سيمو ته وغځيږي او کورونه له خطر سره مخ کړي.

 

په داسې حالاتو کې له عامو خلکو غوښتل کيږي ترڅو خپل کورونه چې د اور له خطر سره مخ دي ژر پريږدي او امن ځايونو کې دې پناه واخلي.

بيا هغه کسان خپلو کورونو کې پاتې کيدای شي کوم چې د اور سره مقابلې وسايل ولري او خپل د ځان او کور ژغورنه کولی شي.

داسې له خطر ډک حالات په کال ۲۰۰۹ کې د اسټراليا ويکتوريا ايالت کې پيښ شوي ول چيرې چې ۱۷۳ کسانو څخه ژوند له لاسه ورکړ او زرګونه کورونه اور وسوځول.


2 د لوستلو وخت

خپور شوی په

اپډیټ شوی په



Share this with family and friends


Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now