Watch FIFA World Cup 2026™

LIVE, FREE and EXCLUSIVE

د اسټراليا سيدني ښار کې سر له ننه نوې کامرې هغه کسان په نښه کوي کوم چې موټر چلولو وخت کې موبايل کاروي

د اسټراليا سيدني ښار کې سره له ننه نوي ځای پر ځای شوي کامرې په کار پيل وکړ او هغه موټر چلوونکي به نيسي کوم چې موټر چلولو وخت کې موبايل کاروي. د اسټراليا شته ترافيکي قوانينو له مخه که چيرې کوم کس موټر چلولو وخت کې موبايل ته لاس کړي او يا يې وکاروي نو درنې جريمې سره به مخ کيږي او د لايسنس پواينټونه هم له لاسه ورکوي. يادې کامرې د سيدني ښار پر لويو لارو لګول شوي او له نن ورځې وروسته يې فعاليت پيل کړ. ويل کيږي چې يادې کامرې پر نوې ټکنالوژی سمبال دي او که چيرې موټر چلوونکی موټر چلولو دوران کې هر ډول موبايل وکاروي نو ياده کمره يې انځورونه اخلي. په کال ۲۰۱۸ کې يوازې د اسټراليا نيو ساوت ويلز ايالت کې ۴۰ زره کسان موټر چلولو دوران کې د موبايل کارولو له وجې جريمه شوي. که چيرې نيوساوت ويلز ايالت کې موټر چلولو دوران کې مو موبايل وکاروئ نو ۳۳۷ ډالر جريمه کيږئ او خپل د لايسنس پينځه پواينټونه له لاسه ورکوئ. يوازې دوه سانيې موبايل کارول کولی شي چې تاسې خپل لارې څخه لرې او ترافيکي پيښه رامينځته کړي. تاسې موټر چلولو دوران کې په هرو دوو سانيو موبايل کارولو سره په لاندې اندازه خپل له لارې لرې کيدلی شئ. ۴۰ سرعت کې ۲۲.۲۲ متره لرې ۵۰ سرعت کې ۲۷،۷۸ متره لرې ۶۰ سرعت کې ۳۳.۳۳ متره لرې ۸۰ سرعت کې ۴۴.۴۴ متره لرې ۱۰۰ سرعت کې ۵۵.۵۶ متره له خپلې لارې يا سرک څخه لرې تللی شئ.

high definition camera NSW
Source: NSW Goverment

خپور شوی په

اپډیټ شوی په

By Abdullah Alikhil


Share this with family and friends


Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now