د اسټراليا تابعيت ترلاسه کولو لپاره دوه سوه زره کسان په تمه دي

د اسټراليا د حکومت نوو شميرو له مخه روان کال جولای مياشت څخه تر اوکتوبر مياشت پورې د ۴۵،۰۰۰ کسانو د اسټراليا تابعيت غوښتنليکونه طی مراحل شوي او له ياد شمير څخه ۳۹،۰۰۰ کسانو ته د اسټراليا تابعيت ورکړل شوی.

Australian Citizenship certificate

Australian Citizenship certificate Source: AAP

د اسټراليا د مهاجرت، تابعيت او څوکلتوريزو چارو وزير David Coleman وايي چې يادې ادارې باندې لا ډيرې پانګونه سره به د تابعيت غوښتنليکونو طی مراحل لا چټک شي.

تير کال ذکر شوې موده کې د ۱۵۰۰۰ کسانو اسټراليايي تابعيت غوښتنليکونه طی مراحل شوي ول او هغو ته اسټراليايي تابعيت ورکړل شوی وه.

د مهاجرت او تابعيت وزير وايي چې د تابعيت ورکولو برخه کې ځيني نوي شرايط او سختي ددې باعث شوې چې طی مراحل برخه کې سستوالی راشي او غوښتنليکونه چټکی سره طی مراحل نشي.

ياده اداره وايي چې د تابعيت غوښتنليکونو ارزونې لپاره يې نوې ډله په کار ګومارلې کوم چې هر غوښتنليک په جدي توګه څيړي.

دا مهال ۲۰۰،۰۰۰ تابعيت غوښتنليکونه طی مراحل څخه تيريږي او  تر ۱۸ مياشتو بايد انتظار وشي ترڅو د يو کس د تابعيت غوښتنليک طی مراحل شي.


1 د لوستلو وخت

خپور شوی په

اپډیټ شوی په

By Abdullah Alikhil



Share this with family and friends


Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now