د اسټراليا تابعيت ترلاسه کوونکي نور ډير انتظار نه کوي

د اسټراليا د مهاجرت ادارې يو نوي خپور شوي بيان کې ويلي چې د نوو تګلارو له مخه اوس ډير چټکی سره مهاجرو ته د اسټراليا تابعيت ورکوي.

Australian citizenship

Source: SBS

د ۲۰۱۸ کال جولای مياشت لومړۍ نيټې څخه تر ۲۰۱۹ کال مې مياشت ۳۱ نيټې پورې ۱۳۲۰۰۰ مهاجرو ته د اسټراليا تابعيت ورکړل شوی.

که چيرې دا شمير لدې مودې څخه يو کال مخکې سره پرتله شي نو هغه وخت کې ۷۰،۰۰۰ مهاجرو ته د اسټراليا تابعيت ورکړل شوی وه، معنی داچې اسټراليايي تابعيت ورکولو شمير کې ۸۸ سلنه ډيروالی راغلی.

د مهاجرت ادارې يوه داسې څانګه پرانيستلی کوم چې لانجمن د تابعيت غوښتنليکونو ارزونه کوي او بله خوا د نوو کار کوونکو ګومارنې او د هغو روزنې باندې هم ۹ ميليونو ډالرو پانګونه شوې چې دې ټولو د تابعيت غوښتنليکونو طی مراحل چټک کړی.

د اسټراليا د مهاجرت او تابعيت وزير ډيويډ کولمن وايي،  د اسټراليا تابعيت ترلاسه کوونکو د انتظار موده نوره هم کميږي.

ښاغلی وايي چې د اسټراليا تابعيت يو امتياز دی او هغو خلکو ته بايد ورکړل شي کوم چې زمونږ ارزښتونو څخه ملاتړ کوي، زمونږ قوانينو ته درناوی کوي او هم د ښه اسټراليا رامينځته کولو برخه کې ونډه اخلي.


1 د لوستلو وخت

خپور شوی په

By Abdullah Alikhil


Share this with family and friends


Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now