اسټراليا کې د کمپنيو او کاروبارو سخته سيالي روانه ده او ډيرې کمپنۍ پدې فکر کوي ترڅو خپلو کمپنيو ته بچت ور په برخه کړي.
د اسټراليا تر ټولو لوی مخابراتي شرکت Telstra مشر اعلان وکړ چې ۸۰۰۰ کارونه به له مينځه وړي.
د ياد شرکت ګټه په تيرو اوو کلنو کې پر له پسې په لږيدو ده او اوس غواړي چې خپل کاريګرو شمير کې کمی راولي ترڅو لږښتونه کم کړي.
ياد کمي کې به د ياد شرکت ځيني مشران هم خپلې دندې له لاسه ورکوي ولې ډيره کې به د ياد شرکت عادي کار کوونکي وي کوم چې خپلې دندې له لاسه ورکوي.
د ياد شرکت مشر Andy Penn وويل چې هغو کارکوونکو ته ۵۰ ميليونه ډالرو مرستې په پام کې نيول شوي کوم چې خپلې دندې له لاسه ورکوي.
د اړيکو اتحاديې مشر Shane Murphy بيا د ياد شرکت پر خدماتو نيوکې کوي او وايي چې پر له پسې ياد شرکت له تخنيکي ستونزو سره مخ کيږي او ډيره کې اسټراليايانو پر ياد شرکت اعتبار له لاسه ورکړئ.
ويل کيږي چې دا د Telstra شرکت درې کلن پلان يوه برخه ده چې ورته ۲۰۲۲ پلان وايي چې د يادو کارونو له مينځه وړلو سره به ياد شرکت يو ميليارد ډالر بچت کړي.

