Watch FIFA World Cup 2026™

LIVE, FREE and EXCLUSIVE

د اسټراليا ويکټوريا ايالت کې دوه افغاني ماشومانې اور ووژلې

د اسټراليا ويکوټوريا ايالت جيلونګ سيمه کې دوه افغانې انجونې خپل کور کې د اور قربانې شوې.

The scene in Geelong East where two young children have been killed in a house fire.
The scene in Geelong East where two young children have been killed in a house fire. Thursday, September 13. 2018 (AAP Image/David Crosling) NO ARCHIVING, Source: AAP

دا دردوونکې پيښه پرون سهار د ويکټوريا ايالت جيلونګ سيمه کې رامينځته شوه.

پلټونکي وايي د پيښې پر مهال د وژل شوو انجونو مور او پلار او يوه بله وړه خور شتون لاره کور کې ول.

ويل کيږي چې د يادې کورنۍ په يوه کوټه کي بخارۍ لګيدلې وه او دوو وړو انجونو هماغه کوټه کې لوبې کولی او د هغو د لوبو سامان بخارۍ ته لويدلی او اور يې اخيستی او دوه انجونې چې عمرونه يې ۲ او ۳ کاله ول اور ووژلې.

د وژل شوو انجونو پلار هاشم قرباني وايي چې خپلې دوه لورګانې يې له کوتې په داسې حال کې وويستې چې کوټه کې اور او دود وه.

ياده کورنۍ له افغانستان څخه د کډوالو په توګه اسټراليا ته راغلې او د وژل شوو انجونو پلار هاشم قرباني جيلونګ سيمه کې د کبابو يو رستورانت هم لري.

ياده سيمه کې د افغانانو ټولنه وايي چې دې پيښې ټول افغانان غمجن کړي.

وژل شوو انجونو په اړه ويل شوي چې ډيرې زيرکه او هوښيارې انجونې وې.

د وژل شوو انجونو جنازې مراسم نن ترسره کيږي او د هغو کورنۍ ويلي چې د ماشومانو انځورونو دې نه خپريږي.


2 د لوستلو وخت

خپور شوی په

By Abdullah Alikhil


Share this with family and friends


Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now