SKIP TO MAIN CONTENT

د اسټراليا يوازيني مسلمان سناتور استعفا ورکړه

د اسټراليا يوازينی مسلمان سناتور سام دستياري له خپلې څوکی استعفا ورکړه

Sam Dastyari
Sam Dastyari Source: AAP

1 د لوستلو وخت

خپور شوی په


Skip to article content

ايراني الاصله اسټراليايي سياستوال او لومړی مسلمان سناتور وروسته له هغه له ډيرو فشارونو سره مخ شو  کله چې پدې تور ولګيده چې له چين هيواد ځينو کړيو سره نږدې اړيکې لري او هماغه کری بيا اسټراليا کې غواړي چې خپل نفوس ډير کړي او پر سياسي بحير خپلې اغيزې ولري.

مسلمان سياستوال سام دستياري باندې پخوا هم دا تورونه ول چې د اسټراليا ارزښتونو ته لومړي توب نه ورکوي او له بهرنيو کړيو سره نږدې اړيکې لري.

سام دستياري تل پر ځان لګيدلي تورونه رد کړي او وايي چې د اسټراليا اوسنۍ حکومت پر ده تل بې بڼسټ تورونه لږولي.

Sam Dastyari
Sam Dastyari Source: SBS NEWS

سام دستياري اسټراليا کې مهاجرو او مسلمانانو حقونو لپاره يې تل مبارزه کړې او په سنا مجلس کې يې تل د هغوی حقونو دفاع لپاره غږ پورته کاوه.

مسلمان سناتور سام دستياري څو شيبې وړاندې په يو خبري کنفرانس کې خپله استعفا واوروله.


Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Stream now