دا مهال د اسټراليا پلازمينه کنبيرا کې ګومان کيږي چې د اسټراليا کورنيو چارو وزارت بيلابيل دفترونه د پوليسو له پلټنې سره مخ دي او پوليسو پر بيلابيلو دفترونو چاپې اچولي.
د اسټراليا فدرالي پوليسو يادې پلټنې په اړه لا ډيرو معلوماتو ورکولو څخه ډډه کړې او ويلي دي چې د نن ورځ وروستيو کې به يادې مسلې په اړه اعلاميه خپره کړي.
ويل کيږي چې دا چاپې د هغو معلوماتو افشا کيدو وروسته اچول شوي کوم چې د ياد وزارت لخوا اوروپايي جوړه کسانو ته ويزو ورکړې پټ معلومات رسنيو ترلاسه کړل او حکومت په پراخه کچه له ډيرو سختو نيوکو سره مخ شو.
داسې ويل کيږي چې افشا شوي معلوماتو کې دا هم راغلي چې د مهاجرت پخواني وزير پيټر ډاټون يو فرانسوی جوړه کسانو ته د اسټراليا ويزې ورکړې برخه کې د ياد وزارت چارواکو انديښنه له پامه غورځولې او پر خپل سر يې هغو ته ويزه ورکړې.
پوليس د مهاجرت پخواني وزير پيټر ډاټون ددې عمل پلټنه کوي.

