د استرالیا د فدرال حکومت لخوا اعلان شوې بودیجه پر کډوالو څه اغېز لري؟

په راتلونکو څلورو کلونو کې به د ۱۹۰ زره ګډوالو پر ځای هر کال ۱۶۰ زره ګډوالو ته د استرالیا ویزه وروکول کېږي.

Migrants in Australia

We want temporary visa holders back in Australia ‘as soon as possible’ says Immigration Minister Alex Hawke Source: AAP

تېره ورځ د استرالیا د فدرال حکومت لخوا د نوي مالي کال لپاره بودیجه اعلان شوه چې د استرالیا د اصلي اوسیدونکو ترڅنګ به پر نویو ګډوالو هم اغېز ولري. د استرالیا لومړي وزیر سکاټ موریسن د اس بي اس شبکې له پنجابي خپرونې سره په خبرو کې ویلي چې ، نوي کډوال هم په استرالیا کې مالیه ورکوي، روغتونونو ته ځي‌ او له روغتیایي خدمتونو څخه ګټه پورته کوي نو ځکه د بودیجې بدلونونه به د نورو په څېر پر دوی هم اغېز ولري.

د فدرال حکومت لخوا د ۲۰۱۹ کال په اعلان شوې بودیجې کې داسې ځینې بدلونونه هم راغلي چې د کډوالو د راتګ په شمېر او شته سهولتونو مستقیم اغیز لري. د بیلګې په توګه تر دې وروسته به په راتلونکو څلورو کلونو کې د ۱۹۰ زره ګډوالو پر ځای هر کال ۱۶۰ زره ګډوالو ته د استرالیا ویزه وروکول کیږي چې له دې ډلې څخه به شاوخوا ۱۰۸ زره کسان د مهارت  او  شاوخوا ۴۷ زره کسان په فامیلي ویزو استرالیا ته کډوالیږي.

د ویزو په شمېر کې د کموالي ترڅنګ د استرالیا حکومت د وېزو لپاره په ټاکل شوي فیس کې ۵.۴ سلنه زیاتوالی راوستلی چې له دې برخې به حکومت په راتلونکو څلورو کلونو کې ۲۷۵ میلیونه ډالره ګټه ترلاسه کړي خو د راتلونکي‌ ۲۰۲۰ کال د کرېکټ سیالیو د ټولو ګډونوالو د ویزو فیس به معاف شي چې ۱.۳ میلیونه ډالره اټکل شوی دی.

ددې لپاره ترڅو نوي کډوال د استرالیا د لویو ښارونو پرځای په کوچنیو ښارونو کې ځای پرځای شي، حکومت د راتلونکي مالي کال په بودیجې کې ۵۰ میلیونه ډالره په پام کې نیولې ترڅو په یادو سیمو کې په صحیح ډول سره نویو کډوالو ته اسانتیاوې برابرې شي. د ۲۰۱۹ کال له نومبر میاشت وروسته کډوال کولای شي د کار دوه ډوله نویو ویزو ته هم خپل غوښتلیکونه وسپاري چې د ویزې له ترلاسه کولو وروسته باید د استرالیا د لویو ښارونو پر ځای نورو سیمو ته ولاړ شي او هلته ژوند وکړي.

د راتلونکي‌ کال په مالي بودیجې کې حکومت پریکړه کړې ترڅو نوي کډوال د ۶ میاشتو پرځای د کډوالۍ لومړۍ ۱۲ میاشتې په استرالیا کې انګلیسي ژبه زده کړي او خپل نوی ژوند پيل کړي چې لدې کار سره به حکومت ته نیږدې ۷۸ میلییونه ګټه ورسېږي خو د کډالو پلویان له حکومت څخه غوښتنه لري ترڅو دغه پیسې بیرته په داسې برخو کې ولګوي ترڅو کډوال ته یې ګټه ورسېږي.  همدا راز د ۲۰۱۹ کال په بودیجې کې حکومت ۶۴ میلیونه ډالره په استرالیا کې د مېشتو کډوالو لپاره ځانګړي کړي ترڅو په ټولنه کې د کډوالو د ځای پرځای کېدو او یوالي په موخه وکارول شي.

 


شریکول

3 د لوستلو وخت

خپور شوی په

اپډیټ شوی په

By Mujeeb Muneeb

سرچینه: SBS News


Share this with family and friends


Follow SBS Pashto

Download our apps
SBS Audio
SBS On Demand

Listen to our podcasts
Independent news and stories connecting you to life in Australia and Pashto-speaking Australians.
Ease into the English language and Australian culture. We make learning English convenient, fun and practical.
Get the latest with our exclusive in-language podcasts on your favourite podcast apps.

Watch on SBS
SBS World News

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service
د استرالیا د فدرال حکومت لخوا اعلان شوې بودیجه پر کډوالو څه اغېز لري؟ | SBS Pashto