Watch FIFA World Cup 2026™

LIVE, FREE and EXCLUSIVE

د بریتانیا د پارلمان یوې غړې له حکومت څخه غوښتنه کړې ترڅو د سپیانو د غوښو پر خوړلو بندیز ولګوي.

د چین ، کوریا او یتنام هېوادونو زیات شمېر اوسیدونکي د سپیانو غوښې خوري.

Dogs meat
Source: AAP

د بریتانیا په پارلمان کې د خلکو یوې استازې د دغه هېواد له لومړۍ وزیرې تریسا مې څخه غوښتنه کړې ترڅو د سپیانو دغوښو خوړل غېرې قانوني اعلان کړي.

اوسمهال په بریتانیا کې د سپیانو د غوښې پلورل یو ناقانونه عمل دی خو که چیرې سپي د کروندګرو لخوا په سم ډول سره و وژل شي نو دوي اجازه لري ترڅو د سپیانو غوښې وخوري.

ډاکټر لیسا کامرون وایي، که چېرې حکومت د سپیانو د غوښو پر خوړلو بندیز ولګوي نو عام خلک به هم له دغې پریکړې خپل ملاتړ اعلان کړي.

په یو شمېر اسیایي هېوادونو لکه چین او کوریا کې تراوسه پورې  یو زیات شمېر خلک د سپیانو غوښې خوري خو تایلند په ورستیو کې د سپیانو د غوښو پر خوړلو او پلورلو بندیز لګولی دی.

راپورونه ښيي چې د استرالیا په ډېریو ایالتونو کې هم تر اوسه پورې د سپیانو د غوښو پر خوړلو بندیز نه ده لګول شوی، له همدې امله ده چې خلک کولای شي د سپیانو په سم ډول وژلو سره د هغو غوښې وخوړي.

په استرالیا کې هم یو شمېر ډلې له حکومت څخه غوښتنه لري ترڅو د سپیانو او پیشوګانو د غوښو پر خوړلو بندیز ولګوي.


2 د لوستلو وخت

خپور شوی په

اپډیټ شوی په

By Mujeeb Muneeb


Share this with family and friends


Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now