د اسټراليا ملبورن ښار کې پوليسو د سوالګرو يوه داسې شبکه نيولې کوم چې ګومان کيږي له چين څخه په سياحتي ويزې اسټراليا ته راوستل شوي او اسټراليا کې خيرات ټولولو وروسته پيسې بيرته چين ته ليږي.
پوليسو د يوې منظمې ډلې نيولو خبر کوي کوم چې ملبورن ښار کې له اسټراليايانو څخه نقدې پيسې د خيرات په شکل اخلي او بيرته يې چين ته ليږي.
حال داچې د اسټراليا ملبورن ښار کې خيرات غوښتل قانون خلاف عمل دی، د ياد ايالت پوليسو له هغه وروسته د سوالګرو مسلې پلټنه پيل کړه، کله چې په ټولنيزو رسنيو کې د سوالګرو ويډيو خپره شوه.
بله خوا ځيني کسان ملبورن ښار کې د سوالګرو شمير ډيروالي خبر کوي.
د اسټراليا ويکټوريا ايالت کې خيرات غوښتل قانون خلاف عمل دی.
پوليس وايي ، نيول شوي کسان د يوې منظمې شبکې لخوا فعاليت کوي او ملبورن ښار کې خلکو ته ځان بې کوره ورپيژني او له هغو څخه ترلاسه شوې پيسې بيا بيرته چين ته ليږي.
اسټراليا کې د Salvation Army خيريه موسسې د يادو سيلانيانو لخوا د ملبورن خلکو لوټول غندلي او وايي چې نيول شوي سيلانيان نور د کومې مرستې غوښتنه نه کوي يوازې چين هيواد ته بيرته ستنيدو لپاره د ټکيټ غوښتنه کوي ترڅو دوی بيرته خپل هيواد ته ستانه شي.
ويکټوريا ايالت کې پوليسو تر دې دمه ۷ سيلانيان نيولي کوم چې يوازې خيرات ټولولو لپاره اسټراليا ته راوستل شوي.

