Watch FIFA World Cup 2026™

LIVE, FREE and EXCLUSIVE

د داعش ډلې مشر عبدالحسیب ننګرهار کې ووژل شو

د افغانستان جمهوري ریاست ماڼۍ په يوې خپرې شوې خبر پانه کې ويلي چې افغانستان کې د دايش دلې مشر د افغان ځواکونو په ځانګړو عملياتو کې ووژل شو.

ISIS members in Anbar dessert
Source: AAP

ياد خبر پرون د ارګ مانۍ لخوا خپور شو چې بيا وروسته د امريکايي ځواکونو لخوا هم تائيد شو.

د رپوټونو له مخه عبدالحسيب پر سردار محمد داود خان باندې بريد پلان کړی وه او د دايش ډلې مشري يې په غاړه لرله.

نړيوالو رسنيو له مخه، عراق او سوریه کې د اسلامي دولت نومې ډلې له وسله‎ والو سره ملګرې ډله چې د "خراسان اسلامي دولت" بلل کېږي له ۲۰۱۵ میلادي کال راهیسې، په افغانستان کې فعالیت کوي.

حکومت وايي چې دايش ډلې مشر يې څو ورځې مخکې وژلی وه ولې د دده د وژل کيدو کره رپوټ ته په تمه ول.

ويل کيږي چې پدې عملیاتو کې د داعش یو شمېر نور غړي هم وژل شوي دي.

 


1 د لوستلو وخت

خپور شوی په

اپډیټ شوی په



Share this with family and friends


Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Stream now