د هند ډيلي ښار د نړۍ تر ټولو ککړې هوا لرلو ښارونو په سر کې دی او تازه د هند حکومت په ياد ښار کې بيړنۍ حالت اعلان کړی.
ياد ښار کې ۴۰ ميليونه هنديان ژوند کوي او نه يواځې داچې د ياد ښار اوسيدونکي د سږي بيمارۍ له خطر سره مخ دي بلکې ياد ښار کې د هوا ککړتيا له امله د الوتکو ۳۰ الوتنې هم ځنډول شوي.
ډيري خلک له کوره بهر نه وځي او د ځينو اوسيدونکو په وينا، ياد ښار کې د هوا ککړتيا خپل وروستي حد ته رسيدلې.
بله خوا يوې نوې څيړنه کې۴۰ سلنه د ډيلي اوسيدونکو ويلي د هوا ککړتيا له امله له ياد ښار څخه بهر کډه کيږي.
ځايي خلک او فعالين د هند حکومت د هوا ککړتيا کابو کولو کې ناکامه بولي او د يادې ستونزې حل لپاره د مرستې غوښتنه کوي.

