Watch FIFA World Cup 2026™

LIVE, FREE and EXCLUSIVE

د کابل ننني ځانمرګو بريدونو رسنيو کار کوونکو ته درنه مرګ ژوبله اړولې

د شش درک لومړي بريد ځای کې دويم بريد د خبريالانو په مينځ کې شوی

Media targeted in Kabul suicide attack
Media targeted in Kabul suicide attack Source: Facebook, Najia Safi

نن د کابل په شش درک کې دوه ځانمرګي بريدونه شوي چې تر دې دمه  د ۲۵ کسانو وژل کيدو او ۴۹ نورو ټپي کيدو خبر ورکړل شوی.

لومړۍ بريد سهار د ۸ بجو شاوخوا د شش درک سيمه کې وشو.

کله چې د لومړۍ چاودنې ځای کې خبريالان او نور عام وګړي راټول شول نو له هغې څخه ۲۰ دقيقې وروسته بله چاودنه وشوه چې ګڼه مرګ ژوبله يې واړوله.

ويل کيږي چې دويم ځانمرګي بريدګر د رسنيو کار کوونکو مينځ کې ځان الوزولې او دا کابل کې د ځانمرګو  بريدونو لړۍ کې لومړۍ ځل دې چې د رسنيو خبريالان په نښه کيږي.

ټولنيزو رسنيو کې د وژل شوو خبريالانو او عکاسانو انځورونه شريک کيږي او د رسنيو لپاره د نن ورځ يوه توره ورځ نومول کيږي.


1 د لوستلو وخت

خپور شوی په

اپډیټ شوی په

By Abdullah Alikhil


Share this with family and friends


Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now