Watch FIFA World Cup 2026™

LIVE, FREE and EXCLUSIVE

د کابل په پروني موټر بم چاودنه کې دوه اسټراليايان ټپيان شوي

د اسټراليا بهرنيو چارو وزيرې ويلي چې دوه اسټراليايي قرارداديان ټپيان شوي.

Security officials inspect the scene of the car bomb attack in Kabul
A car bomb went off near Australian embassy vehicles in Kabul, killing a civilian. (AAP) Source: AAP

پرون د کابل په قابل بای کې د اسټراليا سفارت موټرو پر کاروان موټر بمي بريد وشو چې په پای کې د دوو اسټراليايانو په ګډون ګڼ شمير کسان ټپيان شول او درې عام وګړي هم ووژل شوي.

د اسټراليا بهرنيو چارو وزيرې ويلي چې دوه اسټراليايي قرارداديان په پروني بريد کې ټپيان شوي.

ياد بريد د اسټراليا سفارت ته نږدې شوی چيرې چې يوه نظامي اډه هم شتون لري.

تر دې دمه د ياد بريد پړه کومې ډلې پر ځان نده منلې.


1 د لوستلو وخت

خپور شوی په

By Abdullah Alikhil


Share this with family and friends


Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now