يادې ليدنې کې د پانګونې او سوداګرۍ په برخه کې خبرې وشوې.
وليد بن طلال د نړۍ ۴۱ شتمن کس دی او شاوخوا ۲۰ ميليارده شتمني لري.
ياد شهزاده پانګونې برخه کې ټوله نړۍ کې ستر نوم لري او خپل کاروبار ترڅنګ خيريه برخه کې هم فعاله ونډه لري.
شهزاده بن طلال وويل چې ده د نړۍ له ځينو شتمنو پانګوالو سره خبرې کړي او په وينا يې هغوی افغانستان کې پانګونې ته ليواله دي. ښاغلي وويل چې د افغانستان مالې وزير سره يې هم ليدنه لرله او پر کومو پروګرامو چې خبرې وشوې هغه به تعقيبوي.
که چيرې بن طلال په شان د نړۍ ميلياردران افغانستان کې پانګونه وکړي دا به نه يوزې داچې زرګونه کارونه به رامينځته کړي بلکې د نړۍ نورو شتمنو کسانو پام به هم افغانستان ته واړول شوي.
ولسمشر غني وليد بن طلال ته يې د غازي امير امان الله خان مډال هم ورکړ.

