اغلې جيسينډا ارډيرن د افغان تبعه عبدالعزيز ميړانه وستايله او ويويل چې ده د efpos ماشين سره وشو کولی چې بريدګر له سيمې تيښتې ته اړ کړي او عبدالعزيز د ډيرو نورو ژوند له خپلې ميړانې سره وژغوره.
لومړۍ وزيرې د بل افغان حاجي داود نبي نوم هم ياد کړ او ويويل چې بريدګر ته يې د جومات دروازه خلاصه کړه او ورته يې وويل چې "په خير راغلې وروره" او دا د هغه وروستې خبرې وې ځکه حاجي داود لومړنۍ کس وه چې بريدګر وواژه.
لومړۍ وزيرې د يو پاکستاني تبعه نعيم رشيد نوم هم ياد کړ او ويويل چې نعيم هڅه وکړه له بريدګر څخه ټوپک واخلي ولې هغه په ډزو ووژل شو.

د نيوزيليند حکومت اعلان وکړ چې ټول هغه د قربانيانو کورنۍ غړي کوم چې له بهر څخه نيوزيليند ته خپلو دوستانو غمشريکی لپاره راتګ غواړي د نيوزيليند هيواد به د هغو ويزو طی مراحل ته لومړيتوب ورکوي.
لومړۍ وزيرې جيسينډا پارلمان ته خبرو دوران کې دا هم وويل چې د وژل شوو کسانو جنازې او تدفين لږښتونه به حکومت ورکوي او پدې کې هغه لږښتونه هم شامله دي چه که چيرې د قربانيانو کورنۍ وغواړي چې د وژل شوو کسانو جسدونه نورو هيوادو ته انتقال کړي نو حکومت به يې لږښت ورکوي.
د نيوزيليند حکومت قرباني شوو کورنيو ته د هر رنګه مرستې ډاډ ورکړی او پدو مرستو کې مالي مرستې هم شامله دي.

