د پاکستان او هند دوه ستورو لوبغاړو واده تر دې دمه دواړو هيوادو کې د وګړو تر مينځ د بحث يوه تاوده موضوع ده.
د هند او پاکستان تر مينځ سياسي کړکيچ لا پر خپل ځای دی او کيدای شي دې کړکيچ د دوو سپورتي لوبغاړو پر واده او راتلونکي ماشوم باندې هم اغيز شيندلي وي.
پاکستاني کريکټر او هندۍ ټينيس ستورې لوبغاړې ماشوم زيږيدو ته ډير وخت ندی پاتی ولې داچې ددوی ماشوم به د کوم هيواد تابعيت ولري يادې جوړې پريکړه کړې چې خپل ماشوم ته نه هندی او نه هم پاکستاني تابعيت ورکوي.
شعيب ملک د پاکستان لاهور کې خبريالانو ته وويل چې دده راتلوونکی ماشوم به نه پاکستانۍ وي او نه هم هندی.
ياده جوړه به دا پريکړه کوي چې خپل ماشوم کوم بل دريم هيواد کې زيږوي.
ياده پاکستاني او هندي جوړه پدې وروستيو کې خپل ډير وخت دبۍ کې تيروي ولې دا لا نده معلومه چې آيا ماشوم ته يې د عربي اماراتو تابعيت اخلي او که نه.
شعيب ملک خبرې کنفرانس ته وويل چې خپل له لوبډلې څخه يې اجازه اخيستې ترڅو له خپلې ميرمنې سانيا مرزا سره وخت تير کړي.
دا مسله هغه وخت رابرسيره شوه چې سانيا مرزا له واده وروسته خپل هندي تابعيت لغوه نه کړ او د هند قانون له مخه د هرې هندې ميرمنې ماشوم هندی وي.
سانيا مرزا هم خپلې وروستۍ مرکې کې ويلي چې تابعيت مهم ندی.
د سانيا مرزا او شعيب ملک راتلونکی ماشوم نه هندی دی او نه پاکستانی.

