Watch FIFA World Cup 2026™

LIVE, FREE and EXCLUSIVE

د راشد خان پلار د هغه د نوي ريکارډ جوړولو څخه مخکې وفات شو

د افغانستان د تکړه او په نړیواله کچه د مشهور کريکټر راشد خان پلار خلیل خان د ور پیښې ناروغۍ له امله وفات شو.

Rashid Khan of the Strikers is seen during the Big Bash League (BBL) match between the Perth Scorchers and the Adelaide Strikers.
Rashid Khan of the Strikers is seen during the Big Bash League (BBL) match between the Perth Scorchers and the Adelaide Strikers. Source: AAP

راشد خان چې دا مهال اسټراليا کې دی او د اسټراليا بيګ باش ليګ کې لوبيږي پر خپلې ټويټر پاڼې د ياد خبر پخلی کړی.

راشد خان سره خواخوږۍ لپاره د کريکټ ستورو لوبغاړو او هم د هغه اسټراليايي لوبډلې پر ټويټر پيغامونه خپاره کړي.

راشد خان روان کال کې د ډيرو لوبغاړو سوځولو ريکارډ لا دمخه خپل کړی  او تر دې دمه يې ۹۴ لوبغاړي په يو ورځنيو لوبو کې سوځولي.

نن د راشد خان د روان کال وروستۍ لوبه ده او که يادې لوبې کې ۶ لوبغاړي وسوځوي نو د کريکټ تاريخ کې به راشد خان لومړنۍ لوبغاړی شي چې يو کال کې ۱۰۰ لوبغاړي سوځوي.

د راشد خان او محمد نبي عسی خيل لوبډلې به د جنوری مياشتې پر ۳ نيټه د اسټراليا ملبورن ښار کې يوه مهمه لوبه ترسره کوي.

د اسټراليا بيګ باش ليګ کې درې افغان لوبغاړي لوبيږي.

راشد خان -  اډيليډ سټرايکرز

مجیب الرحمن - ‌بريزبين هيټ

محمد نبي عيسی خيل – ملبورن رينيګيډ

Mohammad Nabi, Rashid Khan, Mujeeb ul Rahman
Mohammad Nabi, Rashid Khan, Mujeeb ul Rahman Source: AAP


1 د لوستلو وخت

خپور شوی په

اپډیټ شوی په

By Abdullah Alikhil


Share this with family and friends


Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now