د شاهد افريدي عمر په اړه تر اوسه بيلابيل نظرونه ورکول کيدل ولې خپل وروستي کتاب Game Changer کې ښاغلي ليکلي، پاکستاني چارواکو دده عمر غلط ليکلی او اصل کې ښاغلی ۵ کاله لوی يا ډير عمر لري.
پاکستاني چارواکو د ښاغلي افريدي د زيږيدو کال ۱۹۸۰ ليکلی وه.
شاهد افريدي وايي چې دده د زيږيدو سمه نيټه ۱۹۷۵ ده يعنې شاهد افريدي خپل له رسمي سن څخه ۵ کاله لوی دی.
اوس د کريکټ برخې پوهانو ته ډير سوالونه پيدا شوي ځکه چې شاهد افريدي ۱۹ کلنو لوبډلې کې لوبيدو حقداره هم نه وه ځکه دده عمر اصل کې ډير وه ولی دی د پاکستان ۱۹ کلنو لوبډله کې لوبيده.
شاهد افريدي هغه وخت د خلکو ډير پام ځانته واړوه کله چې ده د سريلانکا لوبډلې خلاف په ۳۷ توپونو کې ۱۰۰ منډې جوړې کړې، هغه وخت کې د افريدي عمر ۱۶ کاله ښودل شوې وه چې اصل کې افريدي ۲۱ کلن وه.

شاهد افريدي له کريکټ څخه خپل تقاعد په ۲۰۱۶ کال کې اعلان کړ او هغه وخت کې دده عمر ۳۶ کاله ښودل شوی حال داچې شاهد افريدي ۴۱ کلن وه.
شاهد افريدي دا نده په ډاګه کړې چې اخر ولې پاکستاني چارواکو دده عمر کم ثبت کړی وه.

