سیمه ییز چارواکي وايي، د سره صلیب نړیوالې موسسې شپږ کارکوونکي د افغانستان په شمالي جوزجان ولایت کې د "داعش" له خوا وژل شوي.
ياد کسان په داسې وخت کې په نښه شوي چې دوی جوزجان ولايت کې د واورې له کبله زيانمن شوو کسانو ته مرسته ورسوي.
د سره صليب ادارې مشر وايي چې ياد بري څخه وروسته د دوو کارکوونکو برخه ليک هم ندی معلوم چې ايا دوی به اورپکو له ځان سره وړي وي او يا به تښتيدلي وي.
ياده اداره وايي چې وژل شوي ټول افغان وګړي دي چې درې کسان د سره صلیب موټر چلوونکي او درې نور یې د دغې موسسې کارکوونکي ول.
د سره صلیب نړیوالې موسسې د خپلو کارکوونکو وژل کېدل تایید کړي خو ویلي یې دي نه پوهېږي چا او یا کومې ډلې دا کار کړی دی.
تر اوسه کومې ډلې د سره صلیب د کارکوونکو د وژلو پړه نه ده منلې.

