يادو بريدونو کې يو شمير کليساوې او هوټلونه په نښه شول چې له امله يې عامو خلکو ته درنه مرګ ژوبله واوښتله.
پروني بريدونو کې ۲۹۰ کسان وژل شوي او شاخوا ۵۰۰ نور ټپيان دي.
بريدګرو درې کليساوې او څلور عصري هوټلونه په نښه کړل او ويل کيږي چې له اتو چاودنو څخه دوه يې د ځانمرګو بريدګرو لخوا شوي.
پوليسو ۱۳ تنه د يادو بريدونو په تور نيولي.

دا بريد د سريلانکا کورنيو جګړو وروسته چې لس کاله وړاندې پای ته ورسيدې تر ټولو خونړي بريدونه ګڼل کيږي.
د سريلانکا کورنيو جګړو کې تر ۱۰۰،۰۰۰ کسان وژل شوي .
تر دې دمه کومې ډلې د پروني بريدونو پړه پر غاړه نده اخيستې ولې پوليس چې ټول هيواد کې يې ګرځبنديز لګولی وايي ددوی پلټنه روانه ده او دا به هم معلومه کړي چې ګواکې يادو بريدو تر شا د کومې بهرنۍ ډلی لاس دی.
پوليس وايي پروني بريدونو کې ۳۰ بهرنيان هم وژل شوي، يادو کسانو کې د امريکا، انګلستان، چين، هالنډ او پرتګال هيوادو وګړي شامله دي.
د سريلانکا امنيتي ادارو د کيدونکو بريدونو په اړه لس ورځې وړاندې معلومات ترلاسه کړي ول.
يادو معلوماتو کې دا ويل شوي ول چې سريلانکا کې د "ملي جماعت توحيد" ډله چې سخت دريځه اسلامي ډله ده غواړي چې پلازمينه کولمبو کې پر ځينو ځايو ځانمرګي بريدونه وکړي او يادو بريدو کې د هند هيواد فونسلي دفتر هم يو له هغو ځايونو څخه وه کوم چې ګومان کيده پرې بريد وشي.
د سريلانکا لومړي وزير Ranil Wickremesinge ويلي چې د کيدونکو بريدونو په اړه دوی معلومات درلودل ولې داچې ولې يې مخنيوی ندی شوی، ددې پلټنه کوي.
سريلانکا کې بت پرسته بودايان له مسلمانانو او عيسويان سره د تاوتريخوالي او اختلافاتو تاريخچه لري.
پوليس وايي، له دوی سره د کيدونکو بريدونو په اړه معلومت بهرنۍ استخباراتي دارې شريک کړي ول.

