سعودي چارواکو ويلي چې د ياد هيواد جده ښار کې به روانه مياشت يو ستر د سندرو کنسرټ پر مخ واچول شي په کوم کې چې د نړۍ ځيني وتلي ستوري سندرې وايي.
د امريکا وتلې سندرغاړې نيکي ميناج خپل ټويټر پاڼه باندې ليکلي چې روانه مياشت به سعودي عرب کې کنسرټ کې برخه اخلي.
د جده کلتوري فيستيوال تر نامه لاندې فيستيوال جوړيږي کوم چې کنسرټ او نور پروګرامونه به پکې شامل وي.
نيکي ميجان چې يوه راپره ده د نوموړې سندرو کې جنسي مسايل، الکهول او نور ډير اوريدل کيږي.
سعودي عرب له لسيزو سختي وروسته اوس داسې بريښي چې حکومت موسيقی او نورو هنري کارونو برخه کې نرمښت خواته روان ده.
ياد هيواد کې د داسې کنسرټو جوړول بې ساری ده.
سعودي چارواکي وايي چې ياد کنسرټ کې به الکهول او نور نشې منع وي.
سعودي عرب چارواکو دا هم ويلي چې هغه بهرنيان کوم چې ياد کنسرټ او فيستيوال کې ګډون کول غواړي نو چټکې سره الکترونيک له لارې ورته د سعودي ويزه ورکول کيږي.

د جده ښار له مکه څخه يوازې ۱۰۰ کيلو متره فاصله لري چيرې چې هر کال ميليونونه کسان حج او عمري مراسمو لپاره ياد ښار ته سفر کوي.
سعودي چارواکي وايي، ياد هيواد کې تفريح ودې لپاره ۶۴ ميلياردو ډالرو پانګونه کوي.
دا ګام سعودي عرب کې بې ساری دی.

