ياد شهزاده د امريکا له ولسمشر سره ناسته لرله او ناستې پای کې يې ويلي چې هر څه په سمه پر مخ روان دي.
شهزاده محمد بن سلمان وايي د امريکا لخوا بنديز د مسلمانانو او هم د هغو مذهب خلاف عمل ندی.
مخکې پر ډونالډ ټرمپ دا نيوکې کيدې چې ولې سعودي عرب يې د هغو هيوادو کتار کې ندې راوستی پر کومو چې امريکا ته د سفر بنديز لږيدلی.
شهزاده محمد بن سلمان ويلي چې د سعودي استخباراتو امريکا باندې بريد معلومات ترلاسه کړي او له امريکايي ملګرو سره به معلوماتو شريکولو لپاره يوزای کار کوي.
شهزاده محمد پر ايران هم نيوکې کړي او ويلي دي چې ايران په سيمه کې ترهه ګرې ډلو ملاتړ کوي.
سعودي عرب پر اوباما حکومت نيوکې کړي او ويلي دي چې له ايران سره يې بايد اټومي تړون نه وه لاسليک کړی.

