د سيدني ښار ختيځې برخې کې د زرګونو ودانيو بريښنا داسې حال کې قطع شوې چې ياد ښار کې هوا ګرمه او هم کاروبارونه په ټپه ولاړ دي.
پوليسو وايي چې ځيني کسان د ودانيو په ليفټو کې بند پاتي.
د بريښنا نه شتون له وجې ۴۵،۰۰۰ کسان اغيزمن شوي.
دا هم ويل کيږي چې د سيدني ښار ختيځ کې ۴۵،۰۰۰ کورونه او کاروبارونه بريښنا نه لري او ځيني خلک د ودانيو په ليفټو کې بند پاتي.
تر دې دمه د بريښنا قطع کيدو وجه نده معلومه شوې ولې پوليس د يادې پيښې پلټنه کوي.
نن سهار له ۱۱:۳۰ بجو راهيسې د سيدني ښار ختيځې سيمې چې پکې Bondi Junction, Bondi, Kensington, Waverly, Double Bay او Woollahra شامله دي د بريښنا له نه شتون سره مخ دي.
يادو سيمو کې ټرافيکي اشارې هم کار نه کوي، پوليس وايي چې يادو سيمو کې موټر چلوونکي بايد له ډير احتياط څخه کار واخلي.
د بيړنيو خدمتو ادارې کارکوونکي د بريښنا بيرته رغولو باندې کار کوي ولې دا معلومه نده چې پدې ګرمه ورځ چې د تودوخې درجه ۳۵ سانتي ګريد ته رسيږي کله به ۴۵،۰۰۰ اوسيدونکي بريښنا بيرته ترلاسه کړي.

