عبدالهادي مرادي چې خپلو څلورو خويندو او ورونو سره د کډوال په توګه اسټراليا ته راغلی د کوينزليند ايالت اوسيدونکي David John Pearce لخوا پرلې له شا لخوا بريد وشو او د هغه غاړه کې يې د بوټانو مزې واچول او د عبدالهادي د وژلو کوښښ يې وکړ.
عبدلهادي چې امن ژوند لپاره اسټراليا ته راغلی له داسې يو نا معلوم بريد وروسته اوس له ويرې سره ژوند کوي.
بريدګر د عبدالهادي غاړه کې د بوټانو مزې اچولی او هغه يې کلک راکاږلی چې مزۍ د هادي پوټکي کې دننه کيدو وروسته هغه نشو کولی چې خپل ځان له بريدګر څخه وژغوري.
عبدالهادي وايي، " ما کوښښ وکړ چې خپل له غاړې مزۍ لرې کړم ولې هغه زما پوټکي کې ننوتی وه او ما نشو کولی چې لرې يې کړم".
عبدالهادي وايي، "ما خپل ټول قوت له لاسه ورکاوه او زما بدن هم سوړ شو".

بريدګر د پوليسو لخؤا نيول شوې او پلټنې دوران يې ويلي چې ده په تيروتنه پر عبدلهادي بريد کړی او ده ګومان کاوه چې دا هغه کس وه کوم چې بريد ګر يې له تيرو دوو ورځو تعقيب کاوه.
محکمې کې قاضي وويل چې عبدالهادي کوښښ کاوه ترڅو ځان وژغوري ولې هغه نشو کولی چې د مزي لاندې خپل لاس يوسي.
عبدالهادي وايي چې که پر ما څه شوي وای نو زما پر ورونو او خويندو به څه تيريده ځکه کورنۍ کې يې مور او پلار نشته.
عبدالهادي او کورنۍ غړي يې نږدې وختو کې اسټراليا ته کډوالو په توګه راغلي.
محکمې بريدګر ته ۱۱ کلونو زندان سزا واوروله او بريدګر به ۶ کاله زندان کې پرته له کوم ضمانت تيروي.

