Watch FIFA World Cup 2026™

LIVE, FREE and EXCLUSIVE

د یوه نوي قانون له مخې هېڅوک نشي کولای په ژوندی بڼه د تروریستي بریدونو ویډیوګانې خپرې کړي

په تېرو څلورو میاشتو کې د انلاین سرغړونو ۴۱۳ پېښې د استرالیا د انلاین خوندیتوب له ادارې سره ثبت شوي.

ABC News: Graphic/Jarrod Fankhauser
Source: ABC News: Graphic/Jarrod Fankhauser

 د روان کال د مارچ د میاشتې په ۱۵ نېټه د نوي زیلنډ په کرایسچرچ ښار یوه وسله وال کس د جمعې د لمانځه پر مهال په دوه جوماتونو کې په لمونځ کونکو بریدونه ترسره کړه او د دغو بریدونو ویډیو یې د ۱۷ دقیقو لپاره په ژوندۍ بڼه خپره کړه. په یادو بریدونو کې ۵۱ کسان ووژل شوه او ۴۹ نور ټپیان شوه.

د فیسبوک ټولنیزې شبکې مسولین وایي چې د لومړنیو ۲۰۰ کسانو له ډلې څخه یوه کس هم د دغې ویډیو له لیدلو وروسته یادې شبکې ته خبر ندی ورکړی خو فیسبوک شبکې دغه ویډیو په لومړیو څو دقیقو کې له خپلې شبکې څخه پاکه کړه.

New Zealand
New Zealanders are in a state of stunned shock and grief, one day after the horrific terrorist attacks on two mosques in Christchurch. Source: Getty Images

د نوي زیلنډ لومړۍ وزېرې، جسیندا اردن د امریکا نیو یارک ټایمز ورځپانې ته په یوې لیکل شوې مقالې کې لیکلي، مخکې له دې چې د کرایسچرچ بریدونو ویډیو له فیسوک څخه پاکه شي نو ۴۰۰۰ ځله لیدل شوې وه او تر هغې وروسته په ۲۴ ساعتونو کې یاده ویډیو یو نیم میلیون کسانو ټولنیزو شبکو ته پورته کړه یعنې په هرې ثانیې کې د برید یوه ویډیو یو ټیوب ته اپلوډ شوې. 

له یادو بریدونو څو اوونۍ وروسته د استرالیا حکومت یو نوی قانون تصویب کړ ترڅو په راتلونکې کې د تروریستي ‌او وژونکو بریدونو د ویډیوګانو له خپرولو مخ نیوی وشي. د نوي قانون له مخې د فیسبوک په ګډون ټولنیزو شبکو ته پکار ده ترڅو د بریدونو د ویډیوګانو د خپرولو مخه ونیسي او یا هم باید زندان ته ولاړ شي.

د ای بي سي شبکې یو راپور ښيي چې دغه قانون د روان کال په اپریل میاشت کې تصویب شوی خو د قانون له تصویب وروسته تر اوسه پورې ۴۱۳ پېښې د استرالیا د انلاین خوندیتوب له ادارې سره ثبت شوي دي. د استرالیا د انلاین خوندیتوب ادارې مشرې، جولي انمن وايي، د دغو شکایتونو ۹۳ سلنه د ماشومانو د جنسي ځورونې د ویډیوګانو او انځورونو په اړه وه چې اوس لرې شوي او ۷ نور شکایتونه د وژنو، اختطاف او شکنجو د ویډیوګانو او انځورونه په اړه وو.

د ټکنالوژۍ زیاته کارونه او په دې برخه کې پرمختګونه د ګټو ترڅنګ منفي اړخ هم لري. نن ورځ یو زیات شمېر خلک د کنفرانسونو او مهمو پیښو ویډیوګانې په ژوندۍ بڼه خپروي خو داسې خلک هم شته چې د وژنو، تروریستي بریدونو او جنسي ځورونو انځورونه انلاین خپروي. له همدې امله د ټولنیزو شبکو ټولو کارونکو ته پکار ده ترڅو له ټکنالوژۍ څخه ښه ګټه پورته کړي.

 

 


3 د لوستلو وخت

خپور شوی په

اپډیټ شوی په

By Mujeeb Muneeb



Share this with family and friends


Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now