د آسټرالیا د کرېکټ ملي لوبډلې تکړه توپ وهونکي ډېوېډ وارنر د یوې ویډیو په خپرولو سره ویلي چې د سفر له بیک څخه یې د ټېسټ لوبو خولۍ غلا شوې ده.
د ډېوېډ وارنر خولۍ پاکستان سره له وروستۍ ټېسټ لوبې مخکې غلا شوې ده.
ښاغلي وارنر په انسټاګرام کې یوه وېډیو خپره کړې او د خولۍ د بېرته سپارلو غوښتنه یې کړې ده.
ښاغلي وارنر ویلی چې له ملبورن څخه سیډني ته د سفر پرمهال یې د ټېسټ لوبو خولۍ غلا شوې ده.
په خپرې شوې ویډویو کې هغه ویلي چې د کوانټس هوايي شرکت او هوټل امنیتي کمرې کتلي دي، مګر ندي لیدل شوي چې چا غلا کړي دي.
ټاکل شوې چې د آسټرالیا او پاکستان د ملي لوبډلو ترمنځ دریمه ټېسټ لوبه سبا د سیډني د کرېکټ په لوبغالي کې ترسره شي.
دا په داسې حال کې ده چې ډېوېډ وارنر تېره ورځ د کرېکټ له یو ورځنیو لوبو استعفا ورکړه.
زموږ خپرونه دلته زمونږ پر ویب پاڼه یا هم د اس بي اس پر اپلیکیشن واورئ. تاسو کولای شئ د اس بي اس اپلیکیشن په وړیا توګه له اپل سټور یا ګوګل پلې څخه ترلاسه کړئ.
شریکول






