اسټراليا کې کويډ-۱۹ د ۴۲ کلن کس ژوند واخيست، چارواکي وايي دا يوازې د زړو کسانو بيماري نده

اسټراليا کې نږدې ۴۲ سلنه پر کرونا ويروس مبتلا کسانو عمرونه له ۴۰ څخه کم دي او نن د ۴۲ کلن سړي مړينې دا وښوده چې د کرونا ويروس يوازې د زړو کسانو بيماري نده. .

People wearing face masks as a preventative measure against coronavirus in Sydney

People wearing face masks as a preventative measure against coronavirus in Sydney Source: AAP

د اسټراليا د مشر ډاکټر يا چيف ميډيکل افيسر مرستيال پاول کيلي په وينا ځوانان اسټراليايان بايد د کرونا ويروس جدي ونيسي او له مستي يا پارټي کولو څخه دې ډډه وکړي.

دا څرګندونې له هغه وروسته مطرح کيږي چې اسټراليا کې يو ۴۲ کلن سړی د کرونا ويروس له امله خپل ژوند له لاسه ورکړ.

 ياد کس د هغې لويې مسافر وړونکی کيښتۍ عملې څخه وه کوم چې لويديځ اسټراليا کې له دريدو وروسته مسافرو کې يې د کرونا ويروس وموندل شو.

د يادې کښتۍ ځيني بيماران د لويديځ ايالت فريمانتال روغتون ته درملنې لپاره وليږدول شول.

"د ياد ۴۲ کلن کس مړ کيدل اسټراليا کې تر ټولو کم عمره مړينه ثبت شوه."

دا مونږ ته په يادوي چې د کويډ-۱۹ ويروس زوړ او ځوان نه پيژني او ټولو ته خطر پيښولی شي.

اسټراليا کې پر کرونا ويروس مبتلا کسانو ۴۲ سلنه کسان له ۴۰ کلونو کم عمر لري.

اسټراليا کې تر دې دمه ۷۰ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی

The cruise ship Artania preparing to depart Fremantle harbour on Saturday, April 18, 2020.
The cruise ship Artania preparing to depart Fremantle harbour on Saturday, April 18, 2020. Source: AAP

د

 


شریکول

1 د لوستلو وخت

خپور شوی په

اپډیټ شوی په




Share this with family and friends


Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now