Watch FIFA World Cup 2026™

LIVE, FREE and EXCLUSIVE

پاکستان کې د واورې ښويدو له امله د وژل شوو کسانو شمير ۷۷ ته ورسيد

يوه شپږ کله پاکستانی انجلی چې شلو ساعتو لپاره د واورې ښويدو له امله خښه شوې وه له ژغورنې وروسته يې ټپو له لاسه روغتون کې ساه ورکړه

Local residents remove debris of a collapsed house in Neelum Valley, in Pakistan-administered Kashmir on January 14, 2020.
Local residents remove debris of a collapsed house in Neelum Valley, in Pakistan-administered Kashmir on January 14, 2020. Source: STR/AFP via Getty Images

د پاکستان کشمير سيمه کې د واورې ښويدو درنه مرګ ژوبله اړولې.

پاکستاني نظامي الوتکې کشمير سيمې ته ورغلي ترڅو د بند پاتې شوو کسانو ژغورنه کې مرسته وکړي، تر دې دمه د يادې پيښې له امله ۷۷ کسان وژل شوي.

د واورې ښويدل د پاکستان او هند ترمينځ لانجمنې سيمې په نيلم دره کې شوې، او وروستی قرباني يوه ۶ کلنه انجلۍ وه چې له ۲۰ ساعتو خښيدو وروسته وژغورل شوه ولې بيا يې وروسته روغتون کې ساه ورکړه.

صوفيه د خپل کورنۍ ۱۹ غړې وه چې يادې پيښې ووژله.

د نوموړې کورنۍ پاتې غړي وايي، چې ددوی کورنۍ کوچني او لويان ډيره کې د واورې ښويدو له امله وژل شوي.

کمشير سيمه کې يو چارواکی ماتر نياز رانا وايي، خرابې هوا د ژغورنې چارې اغيزمنې کړي او لوړو سيمو ته تګ کې له ستونزو سره مخ دي.

"دوه هليکوپتره له خوړو او هم روغتيايي توکو څخه ډکې اغيزمنو سيمو ته استول شوي"

An ambulance, which heading to avalanches hit area, wait for road opening blocked by heavy snowfall, in Keran, in Neelum Valley.
An ambulance, which heading to avalanches hit area, wait for road opening blocked by heavy snowfall, in Keran, in Neelum Valley. Source: AP

بله خوا د پاکستان شمال سيمه کې په يوې جلا پيښه کې د پاکستان پوځ پينځه افسران هغه مهال ووژل شول کله چې دوی د واورې ښويدو له امله د ژغورنې چارې پر مخ وړلې چې دوی خپله د واورې ښويدو سره مخ شول او خپل ژوندونه يې له لاسه ورکړل.

تر دې دمه پاکستان کې د واورو او ځمکې ښويدو له امله ۱۰۹ کسان وژل شوي.

Pakistani Army soldiers shift injured victims of avalanche in Neelum Valley, in Muzaffarabad, Pakistani administered Kashmir.
Pakistani Army soldiers shift injured victims of avalanche in Neelum Valley, in Muzaffarabad, Pakistani administered Kashmir. Source: EPA


2 د لوستلو وخت

خپور شوی په

اپډیټ شوی په

By SBS Pashto

سرچینه: SBS


Share this with family and friends


Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now