افغانستان کې د اسټراليايي پوځيانو لخوا ادعا شوو جنګي جرمونو پلټنه بشپړه شوه

د اسټراليا پوځ مشر انګس کمپبيل ته هغه رپوټ وسپارل شو په کوم کې چې د ځانګړو اسټراليايي ځواکونو ماموريت دوران کې د ځينو جنګي جرمونو پلټنه شوې.

Chief of the Australian Defence Force (ADF) General Angus Campbell speaks during a Senate inquiry at Parliament House in Canberra, Monday, October 26, 2020. (AAP Image/Lukas Coch) NO ARCHIVING

Chief of the Australian Defence Force Angus Campbell speaks during a Senate inquiry at Parliament House in Canberra, Monday, October 26, 2020. Source: AAP

افغانستان جګړه کې د اسټراليايي پوځيانو ادعا شوي جنګي جرمونو پلټنه له تيرو څلورو کلونو راهيسې روانه وه او له ډيرې مودې وروسته د يادې پلټنې موندنې له اسټراليا پوځ مشر او نورو چارواکو سره شريکې شوې. 

د اسټراليا د پوځ پلټنې جنرال چې يادو ادعا شوو جرمونو پلټنه کوله وويل، د ۲۰۰۵ او ۲۰۱۶ کلونو ترمينځ پر اسټراليايي ځواکونو ادعا شوو جنګي جرمونو ترسره کيدل پلټل شوي.

د اسټراليا د پوځ مشر انګس کمپبيل د جمعې په شپه د يادو موندنو ترلاسه کولو پخلی وکړ او ژمنه يې وکړه چې د ياد رپوټ لوستلو وروسته به يې د موندنو مهمې برخې له عامو اسټراليايانو سره شريکې کړي.

" زه به د ياد رپوټ لوستلو وروسته مهمې موندې شريکې کړم."
Soldado C acusado de disparar contra civil en Afganistán
Video still of alleged Australian SAS member shooting Afghan man Uruzgan province, Afghanistan, in May 2012. Screenshot from ABC News, Four Corners, 16/2/20 Source: Twitter
لدې وړاندې د اسټراليا حکومت دا ژمنه هم کړې وه چې د اسټراليايي ځواکونو جنګي جرمونو پلټنې رپوټ موندنې به له عامو اسټراليايانو سره شريکوي.

داسې ويره هم شته که چيرې پر ځينو ځانګړو ځواکونو جنګي جرم ثابت شي نو هغوی زنداني کيدای شي.

تيره اونۍ د اسټراليا لومړي وزير سکاټ موريسن وويل، "افغانستان کې د اسټراليا پوځي ماموريت په اړه ځيني خپاره شوي رپوټونه خواشينونکي دي او همدې لپاره د ماموريت پلټنې پروسه پيل شوې وه ترڅو دا ومومي ياد ماموريت دوران کې څه پيښ شوي ول.

" دا يوه ډيره جدي پلټنه ده او د هغو کسانو پر لاس پلټنه پر مخ وړل کيږي کوم چې پدې برخه کې ډيره پوهه لري."

د اسټراليا لوی څارنوال کريستن پورټر وويل، افغانستان کې د اسټراليايي ځانګړو ځواکونو ماموريت پلټن رپوټ به له جزياتو سره ولولي.

د ای بي سي شبکې رپوټونو له مخه ادعا کيږي چې اسټراليايي پوځيانو افغانستان کې جنګي جرمونه ترسره کړي او ځيني بې ګناه افغانان يې وژلي.


شریکول

خپور شوی په

اپډیټ شوی په

سرچینه: AAP, SBS

Follow SBS Pashto

Download our apps
SBS Audio
SBS On Demand

Listen to our podcasts
Independent news and stories connecting you to life in Australia and Pashto-speaking Australians.
Ease into the English language and Australian culture. We make learning English convenient, fun and practical.
Get the latest with our exclusive in-language podcasts on your favourite podcast apps.

Watch on SBS
SBS World News

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service
افغانستان کې د اسټراليايي پوځيانو لخوا ادعا شوو جنګي جرمونو پلټنه بشپړه شوه | SBS Pashto