پولیسو نن سهار (دوشنبه، ۳۰ مارچ) اعلان وکړ چې ډیزي فریمن د ویکتوریا په شمال ختیځ کې په یوه کلیوالي کور کې د پولیسو په عملیاتو کې په ډزو وژل شوی دی.
د ویکتوریا پولیسو په یوه بیانیه کې ویلي، پېښه د سهار ۸:۳۰ بجو شاوخوا رامنځته شوې، او پدې پیښه کې پولیسو ته زیان نه دی رسېدلی.
پولیسو زیاته کړې: «د پولیسو د ډزو د پېښو د تل په څېر، د مرګ ژوبلې اړونده د پېښو ځانګړی پلټونکی به د پېښې ځای ته ورشي، او د مسلکي معیارونو قوماندان به پر پلټنو څارنه کوي.»
ډزي فریمن د تېر کال د اګست له ۲۶مې وروسته هغه مهال تښتېدلی و چې د ویکتوریا د پورپونکا (Porepunkah) په سیمه کې یې دوه پولیس افسران نیل تامپسون او وادیم ډې وارت-هوټارت په ډزو وژلي وو.
یاد پولیس افسران هغه مهال وژل شوي وو چې د قانوني حکم د تطبیق لپاره له یوې عملیاتي ډلې سره د فریمن کور ته ورغلي وو.
له دې پېښې وروسته، فریمن د خپل کور شاوخوا ځنګلي سیمو ته تښتېدلی و او له هغه وخت وروسته نه و لیدل شوی.
په تېرو میاشتو کې سلګونو پولیسو په سختو سیمو کې پراخ لټون پیل کړ؛ چې پکې غارونه، زاړه کانونه، پخوانی کوټې او د “ماونټ بوفالو” ملي پارک شاوخوا سیمې هم شاملې وې.

په دسمبر کې پولیسو ویلي وو چې ښايي نوموړی وژل شوی وي، او د مړي د موندلو لپاره یې پلټنې د لټونکوونکو سپیو او بېپیلوټه الوتکو په کارولو متمرکزې کړې؛ خو هغه پنځه ورځنیو هڅو نتیجه ورنکړله.
فریمن ځان د یو ډول خپلواک وګړی (Sovereign Citizen) په نوم باله، او د اسټرالیا په کچه د پولیسو تر ټولو مهم تعقیبېدونکی کس و.
د ویکتوریا پولیسو د هغه د نیولو لپاره د معلوماتو په بدل کې یو میلیون ډالر جایزه اعلان کړې وه، چې د دې ایالت په تاریخ کې د یوه تعقیېیدونکي کس د نیولو لپاره تر ټولو لویه مالي جایزه بلل کېږي.
د وژل شویو پولیسو په اړه ویل شوي، نیل تامپسون ۵۹ کلن و او یوازې یوه اوونۍ یې د تقاعد تر مودې پاتې وه، او وادیم ډې وارت هوټارت ۳۴ کلن و چې په هغه سیمه کې په لنډمهاله ماموریت بوخت و.
د ویکتوریا د پولیسو ټولنې د دوشنبې د ورځې د عملیاتو په اړه ویلي:« دا خبر د دوی د غړو پرمختګ څرګندوي، او همداراز دا یوه یادونه ده چې د پولیسو دندې هغه مهال هم روانې وي چې تاسې ویده یاست هغه وخت چې د رسنیو پام پر یوې پلټنې کم شي، او کله چې داسې ښکاري چې هر څه له لاسه وتلي او هېر شوي دي.»
زموږ د فېسبوک پاڼې له لارې د مرکو او راپورونه اورېدولو ته دوام ورکړئ.
د آسټرالیا د تازه خبرونو او په زړه پورو موضوعاتو لپاره همدا اوس زموږ ویب پاڼې ته ولاړ شئ.
که چېرې غواړئ په انګلیسي ژبه زموږ خپرې شوې مقالې ولولئ، مهرباني وکړئ دلته کلیک کړئ.
د اس بي اس پښتو خپرونه دلته زمونږ پر ویب پاڼه یا هم د اس بي اس پر اپلیکیشن واورئ. تاسو کولای شئ د اس بي اس اپلیکیشن په وړیا توګه له اپل سټور یا ګوګل پلې څخه ترلاسه کړئ.

