د نړۍ ۱۶ هيوادونو ښځينه بهرنيو چارو وزيرانو پر طالبانو غږ کړی ترڅو نجونو ښوونځي په اړه خپل پريکړه بيرته واخلي

Afghan girls attend a school in Herat, Afghanistan.

Afghan girls attend a school in Herat, Afghanistan. Source: EPA

د نړۍ د ۱۶ هېوادونو ښځینه بهرنیو چارو وزیرانو ویلي، چې دوی په دې ژوره خواشیني دي، چې افغان نجونې منځني ښوونځي ته نه ځي او پر طالبانو یې غږ کړی، چې خپله پرېکړه بېرته واخلي.

افغانستان کې د طالبانو واکمنانو په ناڅاپي ډول د چهار شنبې په ورځ د شپږ کلنو څخه پورته نجونو ته د ښوونځیو د بیا پرانستلو پریکړې څخه په شا شول چې دا يې له پخوانيو ژمنو څخه سرغړونه وه او دا عمل په پراخه کچه وغندل شو.

په قطر کې د طالبانو یوه جګپوړي غړي سهیل شاهین ویلي، د نجونو د ښوونځیو د پرانستلو ځنډول د تخنیکي ستونزې له امله شوي او د پوهنې وزارت د هېواد په کچه د زده کوونکو لپاره د معیاري یونیفورم په جوړولو کار کوي.

هغه وويل: "موږ هيله لرو چې د يونيفورم مسله ژر تر ژره حل او نهايي شي.
Afghan girls
Afghan school girls attend class in Kandahar, Afghanistan, 18 October 2021. Source: EPA / STRINGER/EPA
" د البانیا، اندورا، استرالیا، بلجیم، بوسنیا، کاناډا، استونیا، جرمني، آیسلنډ د بهرنیو چارو وزیرانو وویل: "د ښځو او د بهرنیو چارو د وزیرانو په توګه، موږ ډير مایوسه او اندیښمن یو چې په سږني پسرلي کې په افغانستان کې نجونې ثانوي ښوونځیو ته له لاسرسي څخه منع کیږي." کاسوو، مالاوي، منګولیا، نیوزیلنډ، سویډن، ټونګا او بریتانیا په ګډه اعلامیه کې ویلي چې دا پریکړه "په ځانګړې توګه د اندیښنې وړ ده ځکه چې موږ په مکرر ډول د دوی ژمنې اوریدلي چې د ټولو ماشومانو لپاره ټول ښوونځي خلاصوي".

هغوی زیاته کړه، مونږ په طالبانو غږ کوو چې خپله وروستۍ پرېکړه بېرته واخلي او د هېواد په ټولو ولایتونو کې د زده کړو ټولو کچو ته مساوي لاسرسی ورکړي.

نړۍ د افغانستان د نويو واکمنانو په رسميت پېژندلو کې زړه نازړه ده، ځکه دوی اندېښمن دي چې طالبان به ورته سخت اقدامات پراخه او محدودیتونه ولګوي - په ځانګړي توګه د زده کړې او کار لپاره د ښځو حقونه محدود کړي - لکه څنګه چې دوی د 1990 لسیزې په وروستیو کې په دې هیواد واکمني کوله.

وزیرانو وویل چې دوی به "له نږدې وګوري چې ایا طالبان خپلې ژمنې عملي کوي". دوی وویل: "موږ به د دوی عملونه اندازه کړو، ځکه په خبرو ډير څه ويل کيږي.

 "په افغانستان کې زموږ د هیوادونو د ښکیلتیا کچه او حد به د بشري مرستو څخه بهر په دې برخه کې د دوی لاسته راوړنو پورې تړلی وي." دوی وویل چې زده کړو ته لاسرسی یو انساني حق دی چې هره نجلۍ او ښځه یې حق لري او دا چې "هیڅ هیواد نشي کولی د خپلو خلکو له وړتیا او استعداد څخه ګټه پورته کړي".



شریکول

خپور شوی په

اپډیټ شوی په

لخوا SBS Pashto, NACA
سرچینه: SBS

Follow SBS Pashto

Download our apps
SBS Audio
SBS On Demand

Listen to our podcasts
Independent news and stories connecting you to life in Australia and Pashto-speaking Australians.
Ease into the English language and Australian culture. We make learning English convenient, fun and practical.
Get the latest with our exclusive in-language podcasts on your favourite podcast apps.

Watch on SBS
SBS World News

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service
د نړۍ ۱۶ هيوادونو ښځينه بهرنيو چارو وزيرانو پر طالبانو غږ کړی ترڅو نجونو ښوونځي په اړه خپل پريکړه بيرته واخلي | SBS Pashto