د ملبورن ښار پارک هوټل کې بند پاتې پناه غوښتونکو کې د کرونا ويروس پيښې موندل شوي او ورځ تر بلې د ځينو ناروغه پناه غوښتونکو حالت خرابيږي.
د اسټراليا مهاجت اداره وايي، تر اوسه ياد هوټل کې ۱۲ پناه غوښتونکي په کرونا ويروس اخته شوي.
بله خوا ۲۱ معاينه شوو پناه غوښتونکو د کرونا ويروس معاينه منفي راغلې او ۱۳ نور يې بيا د معاينې پايلې ته په تمه دي.
ډاکټران وايي، د ځينو ناروغه پناه غوښتونکو حالت ښه ندی او دوی له ستر خطر سره مخ دي.
اسټراليا د غير قانوني پنا غوښتونکو پر وړاندې سخته پاليسي لري او د اسټراليا داخل ترڅنګ بهر نورو ګاونډو ټاپووزمو هيوادونو کې هم د اسټراليا پناه غوښتونکو کمپونه شتون لري.
هوټل کې توقيف شوي پناه غوښتونکي بهر توقيف ځايونو څخه دې لپاره اسټراليا ته راوستل شوي ترڅو اسټراليا يې درملنه وکړي.
د نورو هيوادونو پناه غوښتونکو ترڅنګ توقيف کې افغان پناه غوښتونکي هم شته دي چې يو له هغوی څخه احمد ظاهر عزيزي هم په کرونا ويروس اخته شوې.
د اسټراليا مهاجرت ادارې په يو خبرپاڼې خپرولو سره ويلي چې ۶۱ سلنه له توقيف شوو پناه غوښتونکو او کډوالو څخه د کرونا ويروس ضد يو ډوز واکسين ترلاسه کړی.
احمد ظاهر عزيري اس بي اس سره خبرو پر مهال وويل، کرونا ويروس باندې اخته شوې او ملبورن ښار توقيف هوټل کې وخت تيروي.

گروهی از پناهندگان و پناهجویان بازداشتی در پارک هوتل ملبورن Source: Refugee Action Collective
ښاغلي عزيزي وويل چې اسټراليا ته نوموړی درملنې لپاره راوستل شوې ولې دلته په کرونا ويروس اخته شو.
" زه اوس هم ناروغه يم او سينه کې درد لرم، سر مې درد کوي او تاوده تبه لرم."
ښاغلی وايي، چې ځان مينځلو وخت کې وغورځيده او وروسته يې د کرونا ويروس معاينه مثب وښودل شوه.
ښاغلي عزيزي ويلي، دې ته په تمه دې ترڅو له هوتل توقيف څخه وتلو وروسته د کرونا ويروس ضد واکسين ترلاسه کوي.
ښاغلی وايي، زه جنايتکار نه يم، زه له افغانستان څخه يم او افغانستان کې خطر ډير دی.