Key Points
- اوسمهال سیډني د آسټرالیا تر ټولو لوی او ډېر نفوس لرونکی ښار دی.
- تر ۲۰۳۲ کال پورې به د ملبورن ښار نفوس له سیډني څخه زیات شي.
- دومنیک پروتت وايي سیډني د ملبورن په پرتله د ژوند لپاره غوره دی.
- د ۲۰۲۱ کال په جون میاشت کې، سیډني ۵.۲ میلیونه او ملبورن ۴.۹ میلیونه نفوس درلود.
د آسټرالیا د احصایې ادارې لخوا خپاره شوي معلومات ښيي چې د ۲۰۲۱ کال په جون میاشت کې، سیډني ۵.۲ میلیونه او ملبورن ۴.۹ میلیونه نفوس درلود، مګر په ملبورن ښار کې د نفوس وده ډېره ده، له همدې امله به په راتلونکو څو کلونو کې ملبورن له سیډني څخه مخکې شي.
په ۲۰۲۱ کال کې ویل شوي وه چې د ملبورن ښار نفوس به په ۲۰۲۶م کال کې له سیډني څخه زیات شي، خو د کرونا وبا او محدودیتونه د دې لامل ګرځېدلي ترڅو دغه کار څو کاله و ځنډېږي.

د حکومت لخوا وروستي خپاره شوي معلومات ښيي چې تر ۲۰۳۲م کال پورې به د ملبورن نفوس له سیډني څخه زیات شي.
تېره ورځ د همدغې موضوع په اړه یوې خبریالې د نیو ساوت وېلز ایالت له مشر څخه وپوښتل چې ملبورن له سیډني څخه د مخکې کېدو په حال کې ده، آیا ملبورن د سیډني په پرتله د ژوند کولو لپاره وړ ځای دی؟.
د نیو ساوت وېلز ایالت مشر، دومنیک پروتت د خبریالې د پوښتنې په ځواب کې ویلي چې سیډني په نړۍ کې تر ټولو غوره بندر لري، د اوپرا هاوس ودانۍ (Opera House)، بلو ماونټنس (Blue Mountains) او غوره سمندرغاړې په سیډني کې شتون لري.
هغه ويلي: "سیډني د اوسیدو ځای دی".

زموږ د فیسبوک پاڼې له لارې د مرکو او راپورونه اورېدولو ته دوام ورکړئ.
د آسټرالیا د تازه خبرونو او په زړه پورو موضوعاتو لپاره همدا اوس زموږ ویب پاڼې ته ولاړ شئ.
که چېرې غواړئ په انګلیسي ژبه زموږ خپرې شوې مقالې ولولئ، مهرباني وکړئ دلته کلیک کړئ.
زموږ خپرونه دلته زمونږ پر ویب پاڼه یا هم د اس بي اس پر اپلیکیشن واورئ. تاسو کولای شئ د اس بي اس اپلیکیشن په وړیا توګه له اپل سټور یا ګوګل پلې څخه ترلاسه کړئ.

