د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ۲۰۲۶ کال د فیفا نړیوال جام ټکټ لرونکو کسانو لپاره د ځانګړو چټکو ویزو اعلان وکړ، خو د هغه ادارې خبرداری ورکړی چې دا امریکا ته د ننوتلو تضمین نه دی.
ټرمپ ویلي چې د هغه ادارې په ډیری هېوادونو کې د خلکو لپاره د ویزې پروسس ګړندی کړی او اوس د انتظار موده ۶۰ ورځې یا لږه ده.
هغه ویلي: "هغه کسان چې غواړي په نړیوال جام کې له موږ سره یوځای شي، زه تاسو ته په کلکه سپارښتنه کوم چې سمدستي غوښتنه وکړئ."
ښاغلي ټرمپ زیاته کړې چې نړيوال جام کولی شي ۳۰ ميليارده امريکايي ډالر توليد کړي او ۲۰۰۰۰۰ دندې رامنځته کړي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر، مارکو روبیو ویلي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ویزو د پروسس لپاره ۴۰۰ د قونسلي خدماتو مامورین زیات کړي چې په ځینو هېوادونو کې یې شمېر دوه برابره کړی دی.
خو هغه د اعلان پر مهال د خلکو هیلې لږ راکمې هم کړې او خبرداری ورکړ چې د دوی ټکټ "ویزه نه ده".
د فوټبال تر ټولو مهمه سیالۍ به د راتلونکي کال د جون له ۱۱مې د جولای تر ۱۹مې نېټې په امریکا، کاناډا او مکسیکو کې ترسره شي.
د اس بي اس پښتو خپرونه دلته زمونږ پر ویب پاڼه یا هم د اس بي اس پر اپلیکیشن واورئ. تاسو کولای شئ د اس بي اس اپلیکیشن په وړیا توګه له اپل سټور یا ګوګل پلې څخه ترلاسه کړئ.
شریکول

