اسټراليا کې د کويډ-۱۹ له امله ۱ ميليون کسان بې کاره شوي

اسټراليا کې تر دې دمه د کويډ-۱۹ له امله يو ميليون اسټراليايانو خپل کارونه له لاسه ورکړي او اټکل کيږي چې راتلونکو اونيو کې دا شمير نور هم لوړ شي.

People are seen in a long queue outside a Centrelink office

The Grattan Institute predicts the jobless rate could reach as high as 16 per cent. (AAP) Source: AAP

د کويډ-۱۹ وبا چې ټوله نړۍ يې له ستر اقتصادي او روغتيايي بحران سره مخ کړې د اسټراليا په ګډون نږدې ټوله نړۍ کې کاريګر خپل کارونه له لاسه ورکوي.

اسټراليا چې د کويډ-۱۹ کابو کولو باندې وياړي ولې اوس هم ډيرو ايالتونو کې پر غونډو او غير ضروري له کوره وتلو باندې بنديز پر خپل ځای دی او اسټراليايي مشران پر له پسې ناستې کوي ترڅو اوسني حالت ته ليدو سره ځينو محدوديتونو کې نرمښت راولي.

اسټراليا کې شته بنديزونه هره اونۍ حکومت ته ۴ ميليارده ډالر تاوان رسوي چې دا يو ستر رقم دی  چې د اسټراليا اقتصاد ورسره مخ دی.

لدې وړاندې د اسټراليا لومړي وزير ويلي ول، د کويډ-۱۹ له امله د اسټراليا اقتصاد ته به ۱۹۳۰ کلونو ستر اقتصادي بحران وروسته تر ټولو ډير تاوان رسيږي.



د اسټراليا احصايې ادارې نوو شميرو له مخه اسټراليا کې د ټولنيز واټن نوي قانون رامينځته کيدو راهيسې تر دې دمه نږدې ۱ ميليون اسټراليايانو خپل کارونه له لاسه ورکړي يعنې يوازې تيره يوه مياشت کې ۱ ميليون اسټراليايان بې کاره شوي او لدې شمير سره ټوله کې ۷.۵ سلنه اسټراليايان بې کاره دي.

د اسټراليا ويکټوريا، ټازمانيا او جنوبي ايالت کې تر نورو ډيرو خلکو خپل کارونه له لاسه ورکړي او ډيري کاريګرو، د خوړو، هوټلونو، سياحت او هم هنر (وخت تيرولو) برخو کې خپل کارونه له لاسه ورکړي.

بله خوا اوروپا کې د کويډ-۱۹ لپاره پر واکيسن جوړو پانګونه روانه ده او د نړۍ مشرانو ژمنه وکړه ترڅو پر کويډ-۱۹ واکسين جوړولو به ۱۲ ميليارده ډالر پانګونه کوي بله خوا اسټراليا هم اوروپا کې پر واکسين جوړولو ۳۵۰ ميليونه پانګونه وکړه ترڅو واکسين ژر رامينځته شي او نړۍ له بحراني حالت څخه بهر شي.

د اس بي اس شبکې ۶۳ ژبو باندې تاسو ته اړين معلومات په يو ځای کې راغونډ  کړي.

sbs.com.au/coronavirus

اسټراليا کې بايد کسان له يو بل څخه ۱.۵ متره فاصله غوره کړي او خپل ايالت کې دا معلومه کړئ چې څومره شمير کې کسان يو وخت کې سره راټوليدلی شي.

اسټراليا کې د کرونا ويروس معاينه اوس په پراخه کچه شتون لري که تاسې په ځان کې زکام ورته نښې لرئ نو خپل ډاکټر له لارې د کويډ-۱۹ معاينه وکړئ. مخکې لدې چې خپل ډاکټره ته ولاړ شئ لومړی ورته ټليفون وکړئ او يا کرونا ويروس ملي مرکز ته پر ۱۸۰۰۰۲۰۰۸۰ شميرې زنګ ووهئ.

د حکومت لخوا کويډ-۱۹ لپاره جوړ شوی موبايل اپليکيشن تاسې په وړيا ډول ډاونلوډولی شئ.

 


شریکول

خپور شوی په

اپډیټ شوی په

لخوا Abdullah Alikhil

Follow SBS Pashto

Download our apps
SBS Audio
SBS On Demand

Listen to our podcasts
Independent news and stories connecting you to life in Australia and Pashto-speaking Australians.
Ease into the English language and Australian culture. We make learning English convenient, fun and practical.
Get the latest with our exclusive in-language podcasts on your favourite podcast apps.

Watch on SBS
SBS World News

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service
اسټراليا کې د کويډ-۱۹ له امله ۱ ميليون کسان بې کاره شوي | SBS Pashto