د اسټراليا بهرنيو چارو وزيرې ماريس پين کابل کې له ولسمشر غني سره ليدو پر مهال د کرونا ويروس له وجې رامينځته شوي حالت، د نړيوالو ځواکونو له افغانستان څخه وتل او د افغانستان با ثباته پاتې کيدو پر سر خبرې وکړې.
له ۲۰۰۱ کال راهيسې اسټراليا په افغانستان کې له ۱۰ ميلياردو ډالرو ډير مصرف کړی چې له ياد مصرف څخه يې ۱.۲۶ ميليارده ډالر له افغان حکومت او ځينو نورو پروژو سره مرسته کړې.
دا مهال اسټراليا له افغانستان سره هر کال شاوخوا ۵۴ ميلياردو ډالرو مرسته کوي.
پداسې حال کې چې له افغانستان څخه د نړيوالو ځواکونو ويستلو اعلان اوريدو سره ځيني افغانان انديښنه لري چې ګواکې افغانستان کې به جګړه زور واخلي، ولې د اسټراليا بهرنيو چارو وزيرې هم نورو ملګرو هيوادونو په وار وار افغان حکومت سره د مرستې ډاډ ورکړی.

د اسټراليا بهرنيو چارو وزيرې ماريس پين له افغان ښځو چارو وزيرې حسينه صافی سره هم وليدل.
دواړو د ښځو حقونو خونديتوب او د انجونو تعليم په ارزښت خبرې وکړې، د اسټراليا حکومت له ډيرې مودې راهيسې افغانستان کې د ښځو حقونو خونديتوب له پروژو سره مالي مرستې کوي او له افغان حکومت سره په ګډه غواړي ترڅو شته لاسته راوړنې وساتل شي او ياده برخه کې لا نور په ګډه کار وشي.
کابل ته سفر دوران کې اغلې پين د افغانستان سولې عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله سره هم وليدل.
په ناسته کې دواړو پر تل پاتې سولې راتګ چې په هغې کې ټول افغانان ټولنه شامله وي خبرې وکړې.
په ناسته کې د افغانانو قربانيو ترڅنګ د بهرنيو د قربانۍ ذکر وشو او د اسټراليايي ځواکونو لخوا افغان ماموريت کې د جنګي جنايتونو ادعاوو پر سر هم خبرې وشوې.
د اسټراليا بهرنيو چارو وزيرې ماريس پين افغان چارواکو ته ډاډ ورکړ چې جنګي جنايتونو پيښو پلټنه کوي او لا نورې پلټنې لپاره يې د ( Office of the Special Investigator ) دفتر پرانيستلو ذکر هم وکړ.
اسټراليا له افغانستان څخه له ۱۹۶۹ کال راپديخوا ديپلوماتيکې اړيکې لري او د نړيوالو ځواکونو وتلو وروسته به دواړه هيوادونه د اړيکو نوی پړاو پرانيزې.
د بهرنيو چارو وزيري وويل، مونږ به له افغانستان څخه خپل دوستی ته ادامه ورکوو او د افغانستان سولې، ثبات، او سوکالی لپاره به په ګډه کار کوو.

