د اسټراليا امامانو شورا اعلان وکړ چې د روان کال د جولای د مياشت ۲۰ نيټه د لوی اختر لومړۍ ورځ ده.
سږ کال د اختر لومړۍ ورځ داسې حال کې اعلانيږي چې لا اوس هم د نړۍ ځينو هيوادونو کې بنديزونه او محدوديتونه پر خپل ځای دي او مسلمانان نشي کولی جوماتونو کې خپل عبادتونه ترسره کړي.
د اسټراليا امامانو شورا نن شنبه د جولای د مياشتې په ۱۰ نيټه اعلان وکړ چې د لوی اختر لومړی ورځ به سه شنبه په ورځ د جولی د مياشتې ۲۰ نيټه وي.
دا اعلان پداسې حال کې کيږي چې سعودي عرب هم اعلان کړی چې د يکشنبې ورځ ( د جولای د مياشتې ۱۱ نيټه) به د ذولحجته د مياشتې لومړی ورځ وي.

