د اسټراليا لومړي وزير ټولو مسلمانانو ته د لوی اختر مبارکۍ پيغام خپور کړی او اسټراليايي ټولنه کې له مسلمانانو څخه د هغوی قرباني او هم ونډې څخه مننه کړې.
لومړي وزير سکاټ موريسن ويلي،" زه له مسلمانانو څخه مننه کووم چې پدې سخت وخت کې دوی له نورو اسټراليايانو سره لاس يو او په ګډه يې شته ننګونو پر وړاندې کار وکړ او دا کار جاري ساتي."
اسټراليا او د نړۍ ځينو هيوادونو کې د راتلونکې جمعې په ورځ د لوی اختر لومړۍ ورځ لمانځل کيږي.
سږ کال اختر به د تيرو کلونو پر پرتله بيل لمانځل کيږي، او حتی د اسټراليا يو ايالت تر بل ايالت کويډ۱۹ لپاره ځانته جلا تدابير لرلو سره ځيني مسلمانان خپلو کورونو او بيا ځيني نور ټاکل شوو محدوديتونو ته اختر لمانځي.
اسټراليا کې مذهبي غونډو او يا کورنيو سره د اختر لمانځل اوس توپير کوي.
ښاغلی موريسن وايي، "د قربانۍ او لوی اختر لمانځل د مسلمانانو وروستيو مياشتو قربانيو ښکارندويي کوي، د مسلمانانو عقيده د ژوند رڼا ده او همدې عقيدې له لارې تاسې خپل ټولنې سره مرسته کولی شئ."
ښاغلي موريسن د کرونا ويروس سخت وخت کې د مسلمانانو مثبت رول ستاينه کوي او مسلمانانو تل قرباني ورکړې.
" د مسلمانانو د قرباني او هلو ځلو او هم خپل عقيدي له لارې زمونږ ټولنه او هيواد ته خدمت کوي."
Media Contact:
Prime Minister’s Office: Rosa Stathis, 0417 669 223
The Hon. Scott Morrison MP, Sy

