Watch FIFA World Cup 2026™

LIVE, FREE and EXCLUSIVE

د اسټراليا امامانو ملي شورا د کوچني اختر لومړۍ ورځې اعلان وکړ

د اسټراليا امامانو ملي شورا د ۲۰۲۰ کال کوچني اختر ورځې اعلان وکړ.

The Hajj crowd at Mecca during the night
The Hajj crowd at Kaabah in Mecca during the night Source: Getty images

حال داچي نړۍ کې مسلمانانو د سږ کال روژه له ګڼو روغتيايي او اقتصادي ستونزو سره ونيوله ولې دې نا معلومه حالت سره بيا هم د مسلمانانو حوصلې اوچتې وې او ډيره کې يې د يو بل لاس نيوی هم وکړ.

سږ کال بې ساري ډول سره مسلمانانو يووالی وښود او خپلو ټولنو کې يې د کرونا وبا او هم روژې مياشت دوران کې له يو بل سره مرسته وکړه.

داچې اوس د روژې مبارکې مياشتې پای ته يوازې د ګوتو په شمير ورځې پاتې دي د اسټراليا د امامانو ملي شورا او هم د فتوا شورا  په ګډه راتلونکې يکشنبه د می د مياشت ۲۴ نيټه يې د کوچني اختر لومړی ورځ اعلانه کړه.

اسټراليا کې د امامانو شورا خپور شوي بيان کې ليکلل شوي، د کرونا ويروس وبا او شته بنديزونو په نظر کې نيولو سره مسلمانانو کولی شي د اختر لمونځ خپلو کورونو کې وکړي.

مسلمانان کولی شي خپلو کورونو کې د اختر لمونځ لږ تر لږه دريو کسانو شتون کې وکړي، او که کوم کس د اختر لمانځه خطبه ورکړي ښه ده او که چيرې خطبې کس نه وي نو بيا خطبه د اختر لمانځه لپاره ضرور نده.

EID Al-Fitr 2020
Source: ANIC

2 د لوستلو وخت

خپور شوی په

اپډیټ شوی په


Share this with family and friends


Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now