Watch FIFA World Cup 2026™

LIVE, FREE and EXCLUSIVE

اسټراليا کې د امامانو شورا د ۲۰۲۱ کال کوچني اختر لومړۍ ورځ اعلان کړه

سږ کال يو ځل بيا د کرونا ويروس له وجې په ځينو هيوادونو کې د محدوديتونو شتون له امله کوچنۍ اختر له جلا مراسمو سره لمانځل کيږي.

Crescent Moon Sighted As India Prepares For Eid al Fitr
A view of crescent moon near Jama Masjid Minaret on the occasion of Eid alfitr Source: Hindustan Times

اسټراليا کې د امامانو ملي شورا د ۲۰۲۱ کال کوچني اختر لومړی ورځ اعلان کړه.

د امامانو ملي شورا او د اسټراليا مفتي اعظم ډاکټر ابراهيم ابو محمد د می مياشت ۱۳ نيټه چې د پنجشنبې ورځ ده د کوچني اختر لومړی ورځ اعلان کړه.

لکه تير کال سږ به هم د کرونا ويروس له امله د نړۍ کې مذهبي او هم کلتوري غونډو او راټوليدو باندې بنديز پر خپل ځای دی.

اسټراليا کې د امامانو شورا لکه نورو هيوادونو سپوږمۍ له نوو پرمختللو الو او ټکنالوژۍ سره ګوري.

د امامانو ملي شورا ( د اسټراليايانو مفتيانو شورا) يا The Australian Fatwa Council په خپور شوي اعلان کې ويلي، د شاوال نوې مياشت به د چهار شنبې په سهار ۴:۵۹ دقيقو کې پيدا شي او هم به دا سپوږمۍ لمر ښکته کيدو سره په هماغه ورځ په ۵:۰۴ دقيقو يو ځل بيا څرګنده شي. د چهار شنبې په ماښام به نوې سپوږمۍ ۱۹ دقيقو لپاره څرګنده شي.

د امامانو شورا وايي، د چهار شنبې په ماښام د سپوږمۍ څرګنديدو سره د پنجشنبې ورځ د می مياشت په ۱۳ نيټه د کوچني اختر لومړۍ ورځ ده.

 

سعودي عربستان د کوچني اختر رخصتۍ اعلان کړې او د می مياشت ۸ نيټې څخه تر ۱۷ نيټې پورې په ياد هيواد کې اختر لپاره رخصتي اعلان شوې.

اسټراليا کې د د محدوديتونو نرمښت له امله ډير خلک کولی شي ترڅو خپل عباداتو او هم اختر لپاره دوديز مراسم ترسره کړي.

 


2 د لوستلو وخت

خپور شوی په

اپډیټ شوی په



Share this with family and friends


Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now