د لوی اختر لومړۍ ورځ اعلان شوه

د آسټرالیا د امامانو ملي شورا، د ۲۰۲۲ کال د لوی اختر لومړۍ ورځ اعلان کړه.

لوی اختر

Source: AP Photo/Rahmat Gul

د آسټرالیا د امامانو ملي شورا نن پنجشنبه اعلان وکړ چې د راتلونکې اوونۍ جمعه ( د جولای ۸ مه) به د عرفې او شنبه ( د جولای ۹ مه) به په آسټرالیا کې د لوی اختر لومړۍ ورځ وي.

د آسټرالیا د امامانو د ملي شورا لخوا په خپرې شوې اعلامیې کې راغلي چې د آسترالیا لوی مفتي ډاکټر ابراهیم ابو محمد او د آسټرالیا د امامانو ملي شورا (ANIC) له دې فرصت څخه په استفادې د ۱۴۴۳ هجري قمري کال د لوی اختر د رارسیدو په مناسبت ټولې اسلامي نړۍ او د آسترالیا مسلمانانو ته مبارکي وایي.

په اعلامیې کې همدا راز راغلي چې د آسټرالیا د امامانو ملي شورا، د هغو امامانو او عالمانو درناوی کوي چې ممکن مختلف نظر ولري، او په ټولنې غږ کوي ترڅو په دې مسئله کې د نظرونو اختلاف ته درناوی وکړي.


1 د لوستلو وخت

خپور شوی په

اپډیټ شوی په


Share this with family and friends


Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now