انګلستان د کرېکټ د نړیوالو شل اوریزو سیالیو جام وګاټه

انګلستان، پاکستان ته په ۵ وېکټو ماته ورکړه او د ۲۰۲۲ نړیوالو شل اوریزو سیالیو جام یې وګاټه.

PAKISTAN CRICKET

انګلستان، پاکستان ته په ۵ وېکټو ماته ورکړه او د نړیوالو شل اوریزو سیالیو جام یې وګاټه Source: EPA / SHAHZAIB AKBER/EPA

د ۲۰۲۲ کال د کرېکټ د نړیوال شل اوریز جام، وروستۍ لوبه نن (یکشنبه) د پاکستان او انګلستان د ملي لوبډلو ترمنځ په ملبورن ښار کې ترسره شوه.

د لوبې په پیل کې انګلستان ټاس وګاټه او پرېکړه یې وکړه ترڅو لومړی توپ اچونه وکړي.

پاکستان په ۲۰ اورونو کې د ۸ لوبغاړو په سوځېدو سره انګلستان ته ۱۳۸ منډې هدف وټاکه، مګر د انګلستان لوبډله په ۱۹ اورونو کې دغه هدف پوره کړ او پای لوبه یې وګټله.

د پاکستان لپاره شاه مسعود ۳۸، بابر اعظم ۳۲، شاداب خان ۲۰ او محمد رضوان ۱۵ منډې ترلاسه کړې.

د توپ اچونې په برخه کې حارث رووف ۲، شاهین افریدي، نسیم شاه او محمد وسیم یوه یوه وېکټه ترلاسه کړه.

ICC T20 World Cup
انګلستان د کرېکټ د نړیوالو شل اوریزو سیالیو جام وګاټه Source: Getty / Getty Images

د پاکستان او انګلستان د نن ورځې په لوبه کې سام کرن ۳ وېکټې، کریس جورډن ۲، عادل رشید هم ۲ او بن سټوکس ۱ وېکټه ترلاسه کړه.

د توپ وهنې په برخه کې د انګلستان لپاره بن سټوکس ۵۲، جاس باتلر ۲۶، هري بروک ۲۰ او معین علی ۱۹ منډې ترلاسه کړې.

د کرېکټ د شل اوریزو سیالیو جام له ۲۰۰۷م کال راهیسې پیل شوی او دا دویم ځل دی چې د انګلستان د کرېکټ لوبډله دغه جام ګټي.


2 د لوستلو وخت

خپور شوی په

اپډیټ شوی په

By SBS Pashto

سرچینه: SBS


Share this with family and friends


Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now