د ۲۰۱۶ کال اپريل مياشت وه او کيري جين جلال آباد ته په سفر تللې وه او هلته يې يوه شپه تيروله.
کيرې افغانستان کې ۲۰ کاله د خيريه موسسې کار کوونکې په توګه کار کړې او ډيره کې کار يې کابل کې وه ولې د کار په موخه به ځيني وخت نورو ولايتونو ته هم سفر کاوه.
اغلې عادت درلود ترڅو له خوبه سهار د وخته پاسيږي کتاب ولولي او د سهار سړې هوا څخه خوند واخلي.
همداسې يو سهار يې جلال آباد کې پيل کړ ولې پوه نه وه چې ژوند حالت يې بدليږي.
“د سهار پينځه بجې وې چې درې سړي زما د خوب کوټې ته راننوتل او هغوی وويل، امنيتي کسان دي او اصل کې د هغوئی امنيتي کسانو جامې هم پر تن وې.“
“دا لږ څه غير نورمال وه ځکه سهار پينځه بجې څنګه امنيتي کسان د يو چا خوب کوتې ته داخليږي. زه شکمنه شووم او پوه شووم چې دا امنيتي کسان ندي بلکې يوازې دوی زما تښتونې ته راغلي. هغوی زما سترګې پټې کړې لاسونه يې راته وتړل او له کوره يې بهر کړم او د موټر ټول بکس کې يې واچولم.“
۶۷ کلنه د خوب کاليو کې وه او له جلال آباد څخه بهر کوم بل ځای ته ويوړل شول.
اغلې کيري وايي، ډيره ويريدلې وه او داسې حالت لپاره يې زده کړه نه وه ترلاسه کړې او نه پوهيدله چې له حالت سره څنګه مخې ته ولاړه شي.
کيري جين له جلال آباد څخه بهر د طالبانو کنټرول لاندې يو کور ته يوړل شوه او لومړي ځل لپاره د تښتونکو غږ يې هلته واوريد.
“ زه پر ځمکه ناسته وم او هغه زما پر سر دروند لاس کيښود او په دري ژبه يې راته وويل، پر تا هيڅ نه کيږي ، خپګان مه کوه.“
څه وخت تيرولو وروسته کيرې جين وموندله چې د نوموړې تښتوونکي طالبان ندي بلکې د مافيايي بانډ غړي دي او غواړي د هغې خوشې کولو بدل کې پيسې وغواړي.
تښتونکو اغلې کيري ته په وار وار خبردارۍ ورکاوه چې که غږ پورته کړي نو وژل کيږي او د کيري په وينا دا حقيقت درلود که ما غږ پورته کړای وای زه وژل کيدم.

کیرن جین با همکارانش در افغانستان Source: Supplied
تښتوونکو د اغلې کيري له کورنې سره په اړيکه کې شول او د نوموړې خوشې کولو لپاره يې پيسې وغوښتې، د پيسو جوړ جاړي وخت کې کيري جين په يوه توره کوټه کې له ديوال سره تړل شوې ساتل کيده.
“ تښتوونکو راته څو وارې وويل چې ته بختوره يې چې مونږ دې پالنه کوو او که مونږ تا دايش ډلې ته ورکړو پوهيږې هغوی پر تا څه کوي، هغوی دې يا جنسي کار لپاره پلوري او يا دې مړه کوي.“
اغلې وايي د بند وخت کې هيڅ جنسي او يا فيزيکي ونه ځورول شوه.
اغلې بند موده کې له تښتوونکو سره هيڅ نږدې اړيکې جوړې نه کړې ولې د نوموړې په وينا هغه کس چې ورته ويلي ول چې انديښنه مه کوه هماغه کس ۵ وخته لمونځ کاوه او په اشارو يې راته ويل چې خپل کورنۍ او ماشومانو پسې ډير خپه دی.
کيري جين څو مياشتې په بند کې وه او پيسو ورکړې وروسته خوشې شوه او افغانستان کې له ۲۰ کاله خدمت وروسته بيرته اسټراليا ته راستنه شوه.
اغلې وايي داچې ۲۰ کاله يې افغانستان کې خيريه کار کړی بيرته اسټراليا کې ژوند تيرول ورته ګران دي ځکه د نوموړۍ د ژوند ډيره برخه له بې وزلو سره په مرسته تير شوي.
کيري جين اوس هم خپل کار او مسلک يادوي او افغانستان کې ژوند، کار او له خلکو سره اړيکې په زړه کې ژورې ساتي.