د کرونا ويروس نوي بڼې باندې جوړ شوي واکسينونه ډير اغيز نه کوي

د کرونا ويروس ضد واکسين جوړولو کمپنۍ مشر ويلي، د ياد ويروس نوي ډول پر وړاندې جوړ شوي واکسينونه ډير اغيز نه کوي.

OMICRON

Image for reference only. Source: Pavlo Gonchar/SOPA Images/LightRocket via Getty Images

د کرونا ويروس نو بڼې Omicron پيدا کيدو وروسته د روغتيا نړيوالی ادارې خبرداری ورکړی چې ياد ويروس ډير ساري او خطرناک دی.

دا مهال  Omicron د نۍ ګڼ شمير هيوادونو کې خپور شوی او اسټراليا کې هم پر نوې بڼې باندې ۶ کسان اخته شوي چې ۵ يې نيو ساوت ويلز او يو په شمالي سيمه کې موندل شوي.

د واکسين جوړولو کمپنۍ Moderna  مشرې Stephane Bancel فايننشل ټايمز سره مرکه کې ويلي، داسې بيښي چې جوړ شوي واکسينونه به د کرونا ويروس پر Omicron بڼې اغيزمن نه وي.

نوموړې ويلي، لا اوس هم څيړنې روانې دي او راتلونکو دوو اونيو کې به لا روښانه شي چې ايا د ويروس نوې بڼې لپاره يو نوی واکسين جوړ شي.

د Omicron ويروس نوی بڼه لومړي ځل لپاره جنوبي افريقا کې وموندل شوه او د نوي ويروس خپ بيروني سطحې ډير بدلون انديښنې ډيرې کړي.

د روغتيا نړيواله اداره يا WHO وايي، داسې بريښي چې د ويروس نوې بڼه به نړۍ ډيرو هيوادونو ته خپور او ځينو لپاره به ډير خطر رامينځته کړي.

د امريکا ولسمشر جوبايډ د کرونا ويروس نوې بڼې په اړه ويلي، دا بايد نړۍ لپاره د انديښنې وړ موضوع وي نه د ورخطايي.

د Moderna  واکسين جوړولو کمپنۍ مشرې ويلي، دوی کولی شي څو مياشتو کې دننه د ويروس نوې بڼې لپاره واکسين جوړ کړي.


شریکول

2 د لوستلو وخت

خپور شوی په

اپډیټ شوی په

لخوا SBS Pashto

سرچینه: SBS


Share this with family and friends


Follow SBS Pashto

Download our apps
SBS Audio
SBS On Demand

Listen to our podcasts
Independent news and stories connecting you to life in Australia and Pashto-speaking Australians.
Ease into the English language and Australian culture. We make learning English convenient, fun and practical.
Get the latest with our exclusive in-language podcasts on your favourite podcast apps.

Watch on SBS
SBS World News

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service